fbpx
mili.urdu.janazyee

د کونړ د پېښي په تړاو د ځینو چارواکو ګوښه کېدنه او د طالب ویاند تازه څرګندونې

نن ټکی آسیا: په کونړ ولایت کې د ملي اردو د ۲۱ عسکرو د وژل کېدو په تړاو د د دې ولایت یو شمېر لوړپوړي چارواکي له دندو پسې اخیستل شوي دي.
د دفاع وزارت د ویاند په وینا دا چارواکي په دنده کې د بې غورۍ او غفلت له کبله له دندو ګوښه او عدلي او قضايي ارګانو ته د پلټنو لپاره معرفي شوي دي.

د یکشنبې په سهار طالبانو د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې د ملي اردو ۲۱ سرتېري چې د دوی په وینا له تسلیمېدا یې ډډه او مقاومت یې کاوه ووژل.
د جنرال عظیمي په وینا،د پېښي په تړاو د دویمې لوا قوماندان، د درېیم کنډک قوماندان، د درېیم کنډک د څلورمې ټولۍ قوماندان، د درېیم کنډک د اوپراسیون امیر، د دویمې لوا د قول اردو د کشف مدیران او د استخباراتو ضد امیران او د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د دویم کنډک د کشف امیر په خپلو ورسپارل شویو دندو کې د غفلت او بې غورۍ له کبله له دندې ګوښه او اړوندو ارګانونو ته ور پېژندل شوي دي.
بل پلو بیا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له خپلې رسمي ویب پاڼې سره په یوه تازه مرکه کې د پېښي په باب ځينې جالبې څرګندونې کړې، نوموړي ویلي چې د دې برید مشري د محمود هلمندي نومي هغه سرتېري په غاړه وه، چې دوه کاله وړاندې یې همدې ولسوالۍ کې د ملي اردو په قرارګاه کې وظیفه اجرأ کوله او بیا یې په خپل لاس لس تنه امریکايي پوځيان د مخامخ جګړې پر مهال ووژل او وروسته د دوی لیکو ته ور واوښت.
نوموړي زیاته کړې چې جګړه د دوی د ۵۰ جنګیالیو چې له محمود پرته نور ټول د همدې غازي اباد اصلي اوسېدونکي ول، ترسره کړې او دوی زیاته هڅه کړې چې دا قرارګاه له مرګ ژوبلې پرته ونیسي.
نوموړي ویلي چې د جګړې په پایله کې څلور نفوذي عسکر او دوه نور بندیان دوی خپلو مرکزونو ته له ځانه سره بیولي دي.
ښاغلي مجاهد هغه ادعا چې ګواکې دا برید یې د پاکستاني طالبانو او یا هم د پردیو استخباراتو په مرسته ترسره کړی په کلکه رد کړې او زیاته کړې يې ده، چې دا اوس ټولو ته جوته ده چې  د نړۍ د اکثرو هېوادونو استخبارات د مطلق مجاهدینو مخالف او د هغوی له دښمنانو یا په اصطلاح امریکا سره ولاړ دي.  همداراز نوموړي حکومتي ځواکونه ننګولي دي چې طالبان چې په یوازې سر یې ۴۹ هېوادونو ته د سر په کاسه کې اوبه ورکړي، به څرنګه په یوازې مټ د یوې پوستې د له منځه وړلو توان ونشي لرلای.
نوموړي ویلي چې د ملي اردو د پخواني او دوی سره یو ځای شوي عسکر محمود هلمندی او د دوی یو بل کس هم په دې جګړه کې ژوند له لاسه ورکړی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د