نړۍ

په هندوستان کې د بس چپه کېدو له امله ۲۸ کسان وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنج شنبه، ۲۹ چنګاښ، ۱۳۹۶): د هندوستان په شمالي سیمه کې یو بس په غرونو کې لاندي غورځېدلی چې له امله یې ۲۸ کسان وژل شوي دي.

پېښه د هماچالا الایت د شملا سیاحتي ځای څخه ۱۰۰ کیلو میتره لیري په غرونو کې را منځته شوې.
پولیسو ویلي چې ۲۸ کسان مړه او ۷ نور ټپيان شوي دي.

د ځايي سرچینو په وینا یو بس چې ۴۰ کسان په کښي سپاره وه، د یوه کلي څخه بل کلي ته روان وو، چې په ۲۰۰ میټره لاندي کنده کې ویالې ته ور وغورځېد او یاده مرګ ژوبله یې واړوله.

تېره اونۍ هم په جمو کشمیر کې د یوې ترافیکي پيښې له امله ۱۶ هندي زیارت کوونکي ووژل شول او په تېره اپریل میاشت کې په همچال پرادیش ایالت کې د ورته یوې پيښې له امله ۴۴ کسان ووژل شول.

هندوستان یو له هغو هیوادونو څخه شمېرل کیږي چې د سړکونو د خرابوالي له امله هر کال د ترافیکي پيښو له امله په کښي یو نیم سل زره کسان وژل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x