
د ګرشک ولسوالۍ لومړی کمربند مات شوی، سخته جګړه روانه ده
نن ټکی اسیا (پنج شنبه، ۲۹ چنګاښ، ۱۳۹۶): طالبانو د هلمند ولایت پر ګرشک ولسوالۍ پراخ بریدونه پیل کړي چې له امله یې د دولتي ځواکونو کمربند مات شوی او جګړه په شدت سره روانه ده.
د هلمند ولایت امنیتي سرچینې وايي چې طالبانو له تیرې شپې راهیسي پر ګریشک ولسوالۍ بریدونه پيل کړي دي او تر لومړي کمربند را تېر شوي، اوسمهال د اب پاشک، ده ادم خان او دښت سیمو له لوري د ګریشک پر مرکز باندي جګړه روانه ده.
یوې بلې امنیتي سرچینې وویل چې طالبانو لومړی برید په درې لویو چاودنو پيل کړ چې یوه چاودنه یې د سرتیري موټر بم په واسطه د دولتي ځواکونو د دوهمي ټولي او دوه نورې چاودنې یې په ګلیب ټو سیمه کې د دولتي ځواکونو پر قرارګاو وکړې او بیا یې جګړه پیل کړه.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي نن ټکی اسیا ته په یوه رالیږلي خبر کې وویل چې د «ده آدم خان» د باري په سیمه کې د دولتي ځواکونو پر کمربندونو بریدونه پیل شول.
نوموړي زیاته کړه چې د جګړې پیل د دوه سرتیرو موټر بم په چاودنو پیل شو او بیا ورپسې تعرضي بریدونه پيل شول چې په ترڅ کې یې د «سربند» لویه قرار ګاه ونیول شول، وسلې او مهمات یې غنیمت شول او پر شاوخوا پوځي سیمو یې بریدونه پیل شول.
احمدي وویل چې د ښوراب له میدانه پر هغه کاروان هم بریدو وشو چې د ګریشک جګړه ته د کومک لپاره را روان و، چې له امله یې هلته هم دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړي په ګریشک کې د روانې جګړې په اړه د نورو معلوماتو وعده وکړه چې وروسته به یې خپاره کړي.