ilam

د علم حاصلولو مقاصد او آداب

لیکنه: ډاکټر عبد الرزاق اسکندر
شیخ الحدیث جامعة العلوم الاسلامیه بنوري ټاون
ژباړه: مفتي احسان الله

چونکه ددیني مدرسو دتعلیمي کال پیل دی، او طالب علمان په مختلفو مدارسو او جامعو کې دراتلونکي کال لپاره دداخلو کوشش کوي، نو ډیر مناسب دا دی، چې دعلم حاصلولو مقاصد او آداب، پر علم باندي دعمل کولو لاري چاري، داستاذ ادب او احترام او ډیر نور څه ځان ته معلوم کړو، ددې په اړه دشیخ الحدیث ډاکټر عبد الرزاق اسکندر صاحب ډیره په زړه پوري لیکنه ده، چې عام مسلمان عالم او بالخصوص دطالب علم لپاره يې ویل زیات اړین دی، ومو ژباړله.

الحمد لله رب العلمین، والصلاة والسلام علی أشرف الأنبیاء والمرسلین، وعلی آله وأصحابه أجمعین.

أما بعد!

قدرمنو طالبانو! دا یاد ساتئ چې په یو دیني اداره کې ستاسو داخله او په هغه کې تعلیم حاصلول، دیو لويې کامیابي دلیل دی، یعني دا ددې خبري ګواهي ورکوي، چې الله تعالی ستاسو په حق کي دخیر فیصله کړي ده، لکه په حدیث شریف کې چې راغلي:

مَنْ يُرِدِ اللهُ بِهِ خَيْرًا يُفَقِّهْهُ فِي الدِّينِ. مسلم: 1037

ژباړه: دچا په باره کې چې الله تعالی دخیر اراده وکړي، هغه ته په دین کې فقاهت (پوهه) ور په برخه کړي.

دا ښکاره خبره ده، چې وحي منقطع ده، هغه وحې چې دهغې په ذریعه به یقینا دالله له جانبه قانون نازليدی، خو ستاسو په وړاندي قرآن کریم موجود دی، درسول الله صلی الله علیه وسلم سنت موجود دی، ددې په ذریعه تاسو دالله پاک رضا معلومولای شئ، او دا هم یاد ساتئ چې ددې لپاره الله تعالی دبې حسابه مخلوقاتو نه ستاسو انتخاب وکړ، او دې ته یې متوجه کړاست.

د دین د نعمت د شکر ادا کولو طریقه:

دا دین هغه نعمت دی، چې ددې په مقابل کې ددنیا هر نعمت هیڅ هم نه دی، نو مناسب دا دی چې تاسو دا دین- دین وبولئ، زده يې کړئ، او په آخرت کې داجر اوثواب اومید درلودلو سره، ددین په زده کړه کې محنت او کوشش وکړئ، ددې نعمت شکر دا دی، چې تاسو محنت وکړئ، داوقاتو پابندي وکړئ، داستاذ احترام ته په زړه کې ځای ورکړئ، ورته کښېنئ، ستاسو سترګي، غوږ او دماغ باید په پوره ډول داستاذ خوا ته متوجه وي، تر څونه چې ممکن وي دراتلونکي سبق مطالعه وکړئ، پخوا زموږ دیني مشرانو دنصیحت په ډول داسي ویل (هغه مشران چې ټول ژوند يې په علم کې تیر کړی دی): که تاسو له سبق ویلو وړاندي یو ځل مطالعه وکړئ، او دسبق ویلو په وخت کې داستاذ خبري په غور سره واورئ، د سبق ویلو نه وروسته بیا یو وار لږ مطالعه وکړئ، او تکرار يې کړئ، ان شاء الله! په دې طریقې سره به مو سبق یاد پاته کيږي.

علم په هر ځای کې دادب تقاضا کوي:

په بیا بیا مو دا خبره کړي ده، چې علم ادب غواړي، دخپل استاذ ادب، دخپلي مدرسې ادب، تر ځان دمشر ادب، دا ادب انسان ته ډیر څه ور په برخه کوي، یاد ساتئ چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

لَيْسَ مِنْ أُمَّتِي مَنْ لَمْ يُجِلَّ كَبِيرَنَا، وَيَرْحَمْ صَغِيرَنَا، وَيَعْرِفْ لِعَالِمِنَا حَقَّهُ. مكارم الأخلاق للطبراني (ص: 367)
ژباړه: له موږ نه چې څوک دمشیرانو احترام نه کوي، پر ماشومانو شفقت نه کوي، دعلماو قدر نه کوي، هغه زما له امت نه ندی.
ستاسو دا ادب پر نورو مسلمانانو هم اثر کوي، هغوی چې تاسې وويني، نو پر دې فکر به مجبوریږي، چې ګوره! ددیني علم طالبان همداسي وي.

زه چې په مصر کې اوسېدلم، هلته مي پي ایچ ډي کوله، په مصر کې زما یو ملګری و، له کوره به جامعه ازهر ته را تلی، یو ورځ چې راغلی راته ویل يې: یا شیخ! نن مي یو عجیبه قصیه ولیدله، ما روته ویل وایه څه و، په قاهره کې په ښاري بسو کې زیاته ګډوډي وي، نه دښځو احترام او نه هم دمشرانو احترام وي، ده ویل چې کله بس ته وختلم یوه چوکۍ خالي وه پر کښېناستلم، پر بل سټاپ یو سپینږری پادري چې لکړه يې په لاس کي وه راوخوت، پر چوکیو ځای نه و، په بس کي ودريدی، کله چې ما ولیدی ورته ومي ویل: تفضل یا شیخ! راشه زما پر ځای کښېنه، زه له خپلي چوکۍ ولاړ سوم او دی مي ورباندي کښېناوی، که څه هم هغه پادري و، خو بهر حال له ما نه مشر و، له ناستې وروسته هغه په زار زار ژړا پیل کړه، ناستو خلکو ترینه وپوښتل یا شیخ! ته ولي ژاړې؟ ده ورته وویل: ځکه ژاړم چې ماته پر دې افسوس دريږي، چې په بس کې په لسهاو عیسویان ناست دي، خو ما ته یوازي دجامعه ازهر طالب ولاړ سو او چوکۍ يې راته خالي کړه.

له دې نه تاسو اندازه ولګوئ! چې دجامعه ازهر دیو طالب له ادب نه ټول بس سواریان څونه متاثر سول، ددین زده کونکي باید همداسي وي، په خپل ځان کې ادب پیدا کړئ، دا لازمه نه ده، چې خاص داستاذ ادب به کوئ، هر طالب علم، او هر استاذ که څه هم هغه تاسو ته سبق نه وايې، هغه دادب مستحق دی.

ماته ښه یاد دي کله چې ما په مصر کې سبق وایو، دتحقیق لپاره به نورو مکتبو ته په بسو کې تلم، په بسو کې دړومبۍ درجې او دوهمي درجې سېټونه وي، خو مشکل دا و، چې داول نمبر سیټ کرایه به دوچنده وه، دښځو لپاره متعین سيټونه نسته، ما به کله دوی ته ویل: چې تر تاسو موږ دښځو زیات عزت کو په بسو کې اولي چوکۍ دښځو وي، له هغه وروسته بیا سړي کښېني، زه به عموما په مصر کې په اول نمبر سیټو کې کښېناستلم، ددې لپاره چې له بد تمیزي نه ځان وساتم، له دې سره بیا هم چې کله به یو سپینژری او یا سپین سري ښځه راغله، زه به له خپلي چوکۍ ولاړيدلم.

مطلب دا چې په هر ځای کې استقامت ضروري دی، داسي نه چې په مدرسه یا جامعه کې زموږ رویه ښه وي، او په بل ځای کې بیا بې پرواهي کو، به هر ځای کې او هر وخت کې یو شانته اوسېدل پکار دي، کور ته چې ولاړ سئ هلته مور او پلار ته سلام کوئ، دمور او پلار لاسونه نسئ ښکولوئ يې، دخپلو قریبانو او دوستاو زیارته ورځئ، دهغوی عزت کوئ، ددې لپاره چې هغوی په دې پوه سي، چې ددیني علومو طالب ډیر مؤدبه وي.

علم یکسانیت غواړي:

زما خږو طالبانو! مخته مو هم تاسو ته ویلي دي، چې دعلم لپاره تعلقات او دوستۍ ډیر مضر شی دي، علم یکسانیت غواړي، او علم ته خپل ځان وقف کړئ، دا لويې لويې دوستۍ دا دلته هلته ګشتو ګام ډیر نقصانده دی، تاسو چې په دونیا کې چرته هم ولاړ شئ، هلته فتنې دي فتنې، مثلا دښځو فتنه ده، بالفرض که کله مو بازار ته دیو څه اخیستلو ضرورت سو، نو داسي ولاړ شئ، لکه څوک چې بیت الخلا ته ځې، انسان چې بیت الخلا ته ولاړ سي، هلته خپل ضرورت پوره کوي، فورا دباندي راځي، تاسو هلته څوک تر اوسه ليدلي دی، چې هلته بېده سوي وي، او یا کېناستلي وي؟

بل دا چې دخپل نظر حفاظت کوئ، {قُلْ لِلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ} [النور: 30]. ستاسو دا کار به ان شاء الله! ډیر موثر وي، یو څه وخت مخته په اخبارو کې راغلي و، چې په انګلنډ کې یوې صحافي ښځي دیو ځوان مسلمان سره داسلام په باره کې مصاحبه کوله، تر دوه ساعته هغې ورسره مصاحبه وغزوله، دهغه ځوان له جوابو نه داسي ښکارېدل چې هغه یا مسلمان عالم او یا هم یو پوه تبلیغي دی، ځکه دعلماو نه وروسته ددین په اړه زیات معلومات تبلیغیان لري، دتبلیغ په برکت هغه تر دوه ساعته دهغې سوالو ته جوابونه ویل، له دو ساعتو وروسته هغې ورته وویل: چې ماته کلیمه را وښیه! او ورته ویل يې: چې زه ډیره حیرانه یم، تر دوه ساعت مي درسره مصاحبه وکوله، او په دوه ساعته کې یوه ثانیه هم تا سترګي نه کړي پورته چې زما خوا ته وګورې، سترګي دي لاندي اچولی وې ناست وې، دغه سړي دالله پاک پر دغه حکم {قُلْ لِلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ} [النور: 30] (اېمانداره سړو ته ووایه! چې خپل نظر کښته ساتئ) باندي عمل وکاو، ګواکې هغه دونه متاثره سوه، چې په اسلام کې دومره عفت دی، او دونې پاک دامني ده، چې دخپلې ښځي نه ما سوا بل چا ته کتل نا جایز دي.

زما ګرانو طالبانو! زموږ ادب، زموږ اخلاق، ان شاء الله! پر نورو خلکو ډیر اثر کوي، نن سبا دنړۍ کفار او دهغوی دغلامانو هر څه ستاسو خلاف دي، دا دیني مدرسې دهغوی دسترګو اغزی دي، که دهغوی وس کار وکړي، مدرسو ته به قلفان واچوي، الله تعالی دي هغه همیشه نا کام لري، (آمین) نو مناسب دا دی چې موږ هغوی ته موقع په لاس ور نه کړو، چې هغوی بیا وايې: طالبان داسي او هسي دي، موږ باید خپل ټول وخت علم ته وقف کړو، زموږ ناسته ولاړه باید علم وي.

دعلم مقصد مو باید څه وي؟

ښاید تاسو به هغه قیصه اوریدلي وي، چې کله په بغداد کې دنظامیې په نامه مدرسه جوړه سوه، دهغه وخت امر المؤمنین مدرسې ته ولاړ او غوښتل يې چې ځانته دا معلومه کړي، چې دکوم مقصد لپاره مي مدرسه جوړه کړي ده، آیا هغه به ترینه حاصل سي، او که یا، هلته يې په مدرسه کې له یو طالب علم نه پوښتنه وکړه، چې ته دڅه لپاره سبق وايې؟ هغه جواب ورکړ، ددې لپاه چې مفتي سم، له دوهم نه يې پوښتنه وکړه، چې ته سبق دڅه لپاره وايې؟ هغه بیا جواب ورکړ، چې ځان قاضي جوړوم، دا دواړه په هغه وخت کې مشهور علمي حکومتي مناصب ول، که څه هم دواړه ديني منصبونه ول، خو په څنک کې دمعاش او منصب رنګ هم درلود، بالآخر پاچا دا فیصله وکړه، چې په دې مدرسه کې چې دطالبانو دا حال دی، نور به دا مدرسه بندوم، ځکه دڅه مقصد لپاره چې مي مدرسه جوړه کړي ده، هغه په دا شان طالبانو نه پوره کیږي، له مدرسې نه دوتلو په اراده روان و، چې پر یو طالب يې سترګي ولګيدي، او ورته فکر يې سو، خیال يې وکړ، چې راسه له دې نه به هم سوال وکړم. له هغه نه يې وپوښتل چې طالبه! دڅه لپاره سبق وایې؟ هغه جواب ورکړ، خو داسي جواب چې دپاچا فکر يې بدل کړ، ورته ویل يې: ددې لپاره سبق وایم چې زه الله تعالی پیدا کړی یم، او زه يې مکلف کړی یم، زه ځانته دا معلول غواړم، چې الله پاک له مانه څه غواړي؟ کوم کار چې دکولو وي، هغه به کوم، او له کوم کار نه چې مې منع کړي، هغه به نه کوم.

له دې سره دپاچا نظر بدل سو، او ویل يې: چې د ټولي مدرسې په طالبانو کې چې یو هم داسي عالم جوړ سي، باید دا مدرسه بنده نه سي، تاسو پوهیږئ! چې هغه طالب علم څوک و، هغه دزماني مشهور عالم، دډیرو کتابو څښتن، امام غزالي رحمه الله و!

له دې نه مي مطلب دا دی، چې زموږ هدف باید ددین زده کړه وي، وَاتَّقُوا اللَّهَ ۖ وَيُعَلِّمُكُمُ اللَّهُ ۗ[البقرة: 282]، (تقوا غوړه کړئ، الله تعالی به مو په علم سره ونازه وي)، او دتقوا کمه درجه دفرایضو پابندي او په جماعت سره دلمانځه اهتمام ده، ان شاء الله کله چې تقوا راسي، نو الله تعالی به علم هم در کوي.

پر علم باندي عمل کول باید لازم وګڼو:

ګورئ! زموږ دین پاک دی، او علم مو پاک دی، دا پاکې غواړي، نو زیات مناسب دا دی چې کوشش وسي، همیشه په اوداسه سره واوسو، پاک واوسو، خیر! کله چې ضرورت درته پیښ سي، نو سمه ده، دوباره اودس تازه کړئ، ډیر وخت زه دا نسخه درته ښه یم، ددې لپاره چې زیات وخت په اوداسه سره واوسو، هغه دا چې تاسو په خوراک کې لږ کمي را ولئ، ددوو ډوډیو پر ځای یوه نیمه وخورئ، او دیوه نیمي پر ځای څه دپاسه یوه وخورئ، ان شاء الله! چې تر ډیرو به با وضو اوسئ.

بهر حال تاسو چې له خپلو اوستاذانو څخه څه اورئ، په کتابو کې لولئ، پر هغه عمل کوئ، ان شاء الله چې په هغه علم کې به برکت وي.

یو عالم دا قیصه لیکلې ده، چې دبغداد دجله چې په یو وخت کې داسلامي مملکت پایتخت و، په هغه کې نن هم ددجلې دریاب بهیږي، نیمايې ښار ددجلې یو خوا او نیمايې يې بل خوا پروت و، په هغه وخت کې پل نه و، بلکې په کښتیو کې به خلک یوخوا بل خوا تلل، اوس خو ما شاء الله لوی لوی پلونه جوړ سوي دي، وايې یو عالم ددریا یو خوا ولاړ و، پرچی ورغلی، او کښتۍ وال ددریا پر آبله غاړه ولاړ و، دپرچې والا له پرچ سره الحمد لله وویل، دهغه دالحمد لله اواز هغه بل طرف ته واورېدل سو، خو دا سړی دونه نه و قوي چې په دونه لوړ اواز یرحمک الله ورته ووايې، چې په آبله غاړه واورېدل سي، نو مجبورا دغه سړي کښتۍ کرایه کړه، او هغه بلې خوا ته ورغلی، کله چې ورنیږدې سو ورته وويې ویل: یرحمک الله. دې ته وايې پر دین عمل کول، نو تاسو دا نیت وکړئ، چې څه وايو پر هغه به عمل کو، ان شاء الله کله چې پر علم عمل وسي، الله پاک به برکت په کې اچوي، او د لا زیات عمل توفیق به هم در کوي.

نور نو پر دې اکتفا کوم، الله دي موږ ټولو ته دعمل کولو توفیق راکړي. آمین!

2017-07-20

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمدي افغان
میلمه
محمدي افغان

دستاسولہ نشریاتو نہ موژ ڈیر زیات راضی یو، یوہ پوشتنہ مے کولہ چے ستاسولیکنہ موژکوم ڈول خپرولی شو؟