څيړونکي: آى سي سي غواړي کرکټ په څو هېوادونو پورې محدود کړي

iccد کرکټ يو شمېر کارپوهان، لوبغاړي او مينه وال د کرکټ د نړيوالې شورا دا پرېکړه، چې په راتلونکي نړيوال جام کې به لس لوبډلې برخه اخلي، غندي او وايي، چې دوى غواړي دغه لوبه په څو هېوادونو پورې محدوده کړي.

د کرکټ نړيوال جام، چې په هرو څلورو کلونو کې يو ځل ترسره کېږي تر اوسه په کې د نړۍ ١٤ غوره لوبډلو برخه اخيستله،

خو تېره اونۍ په هندوستان کې د کرکټ د نړيوالې شورا په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې له دې وروسته به په دغه جام کې لس غوره لوبډلې برخه اخلي.

لس هېوادونه د کرکټ د نړيوالې شورا بشپړ غړيتوب لري او تر اوسه له دوى پرته څلور نورو هغو هېوادونو ته، چې همکار غړيتوب لري، په نړيوال جام کې د غوراوي د سياليو له تېرېدو وروسته د ګډون چانس ورکول کېده.

د کرکټ د نړيوالې شورا (اى سي سي ) ياده پرېکړه د کرکټ د دويمې درجې يا همکار غړيتوب لرونکو هېوادونو د کرکټ د لوبغاړو او مينه والو سخته غوسه راپارولې ده.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانى کپتان رييس احمدزى له نړيوالې شورا غواړي، چې پر خپلې دې پرېکړې له سره غور وکړي.

هغه د وري په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نړيوال جام په لويه کچه ترسره کېږي او د ټولې نړۍ په تلويزيونونو کې يې ميليونونه خلک ننداره کوي، چې دغه کار د دې لوبې په وده او پرمختګ کې مهم رول لوبوي.

د نوموړي په وينا، نه يواځې په افغانستان کې، بلکې په ټوله نړۍ کې د کرکټ مينه وال او لوبغاړي د (اى سي سي) له دې پرېکړې سخت مايوسه شوي دي.

په هېواد کې د کرکټ ملي روزونکى تاج ملک علم بيا وايي، چې د (اى سي سي) دغه پرېکړه د کرکټ لوبې له مينه والو او لوبغاړو سره لوى ظلم دى.afghan-cricket-team

د نوموړي په وينا، په تېر نړيوال جام کې، چې په هندوستان کې ترسره شو، په داسې حال کې څلورو داسې لوبډلو برخه اخيستې وه، چې افغانستان لا پخوا ماتې ورکړې ده.

تاج ملک د اى سي سي پر دې پرېکړې هم سخته نيوکه وکړه، چې د بنګله دېش او زمبابوى په څېر کمزورو لوبډلو ته يې په لسو لوبډلو کې چانس ورکړى، خو د افغانستان او ايرلينډ په څېر پياوړې لوبډلې يې له ليسته ويستلې دي.

د لوبې د سپورټي روزنيزې موسسې (اېل اېس ټي او) مشر رحيم ګل څاروان بيا وايي، چې په وروستي نړيوال جام کې، چې لوبې يې په هندوستان کې ترسره شوې، وليدل شول، چې کمزورو لوبډلو د پياوړو لوبډلو پر وړاندې ډېره ښه لوبه وکړه.

هغه په ځانګړې ډول د ايرلينډ يادونه وکړه، چې د انګلستان پياوړې لوبډلې ته يې ماتې ورکړه، خو دايې هم په ډاګه کړه، چې افغانستان بيا ايرلينډ ته ماتې ورکړې ده.

ده زياته کړه: ((کمزورې لوبډلې، چې له پياوړو لوبډلو سره لوبه وکړي، نو يې تجربه هم زياتېږي او له هغوى څخه ډېر شيان زده کوي.))

د څاروان په وينا، د کرکټ نړيوال شورا چې په نړيوال جام کې د لوبډلو شمېر راکموي، نو دوى په اصل کې هڅه کوي، چې دغه لوبه پر څو هېوادونو پورې محدوده کړي.

دى وايي، څومره چې ډېرې لوبډلې په نړيوال جام کې ګډون وکړي، نو د هر ګډون کوونکي هېواد په ګډون په ټوله نړۍ کې دغه لوبه پرمختګ کوي.

رحيم ګل څاروان هم د اى سي سي پر پرېکړه د نيوکې ترڅنګ وايي، چې له دغه کار سره خلک مايوسه او د دې لوبې مينه وال کمېږي.

د لوبې د مجلې مشر ضراب شاه ظهير بيا د کرکټ نړيوالې شورا ته وړانديز کوي، چې په راتلونکي نړيوال جام کې دې اته پياوړې لوبډلې شاملې کړې او د نهم او لسمو لوبډلو لپاره دې د کمزورو لوبډلو ترمنځ دغوراوي سيالۍ پر لاره واچوي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، هغه لوبډلې، چې له راتلونکي نړيوال جام څخه يې ويستې، هغوى په څو برابره له بنګله دېش او زمبابوى څخه پياوړې دي، کوم چې اوس په ليست کې شاملې شوې دي.hameed_hasan

د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړى نور علي ځدران هم د کرکټ د نړيوالې شورا له پرېکړې مايوسه شوى دى.

هغه چې د شل اووريز کرکټ په نړيوال جام کې يې د هندوستان پر ضد پنځوسيزه وهلې وه پژواک ته وويل: ((له هندوستان سره مې لوبه عادي نيولې وه، هيڅ مې فکر نه کاوه، چې له يوې پياوړې لوبډلې سره لوبه کوم او همدا لامل و، چې ښه لوبه مې وکړه.))

ځدران وايي، چې دوى له څو کلونو راهيسې سختې هلې ځلې کولې، چې يوه ورځ به نړيوال جام ته لاره پيدا کوي، خو د اى سي سي پرېکړې دوى نا اميده کړل.

د جلال اباد ښار يو اوسېدونکى عماد الدين وايي، چې په دې وروستيو کې د هېواد ملي لوبډلو ډېرې برياوې او اتلولۍ ترلاسه کړې او هيله من وو، چې يوه ورځ به په نړيوال جام کې هم ولوبېږي.

خو هغه زياتوي، چې اى سي سي په افغانستان کې د کرکټ د مينه والو ارمانونه او هيلې له خاورو سره خاورې کړې.

ده زياته کړه: ((که په راتلونکي نړيوال جام کې افغانستان نه و، نو زه او زما ملګري به هيڅ يوه لوبه نه ګوري.))

د کرکټ نړيوالې شورا ويلي، چې په نړيوال جام کې د کمزورو لوبډلو له خوا د خرابې لوبې کولو له امله د دې لوبې او نړيوال جام خوند راکموي، نو ځکه يې د کمزورو لوبډلو د ويستلو پرېکړه وکړه.

پژواک



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.