resha kitab 504 300

پخې خبرې (۴مه برخه)

پخې خبرې څلورمه برخهای انسانه!
په هر حال کې له الله تعالی نه و ډارشه! په دنيا کې د ميلمه پڅېر واوسيږه ، مسجد دي خپل کور وګرځوه! او سترګوته دي ژړا ، بدن ته دي صبر او زړه ته دي فکر ورزده کړه ، او د سبا ورځې رزق په اړه هيڅ فکر مه کوه!

ځکه؛ دا ګناه ده (عیسی علیه السلام).
هغه ښار کې مه اوسيږئ! چې داسې عالم ونلري ترڅو درته د دينې مسائلو فتوی درکړي ، او داسې داکتر ونلري ترڅو درته د بدني ناروغيو درملنه وکړي (امام شافعي رحمه الله تعالی).

ترهغه پوره متقي کيدای نشې ، ترڅو عالم نشې ، او په علم به ترهغه سينګار نشې ترڅو پرې عمل ونکړې (ابو الدرداء رحمه الله تعالی).

عالم هغه څوک دی چې علم يې د عمل سره یوشان وي، او د چا علم چې له عمل سره توپير لري ، هغه د يوه اورېدونکي پڅېر دی، چې خبره يې اوريدلې وه … او ويې کړه (حسن بصري رحمه الله تعالی).

د علم يواځې راويان مه جوړېږئ !

 د علم لوښي حوړشئ! ځکه کله ځينې خلک یوه خبره زده کړي ، خو نه يې نقل کوي ، او ځينې يې نقل کړي خو نه پرې پوهيږي (ابن مسعود رضي الله عنه).

د ډېرو حديثونو روايت کول علم ندی ، علم د الله تعالی وېرې ته وايې (ابن مسعود رضي الله عنه).

علم د ډېرو روايتونو نوم ندی ، علم یو نور دی چې الله تعالی يې په زړونو کې اچوي (امام مالک رحمه الله تعالی).

څوک چې دېته خوشحاليږي ترڅو له ټولو خلکو ډېر قوي وي، نو په الله تعالی دې توکل وکړي ، او څوک چې دېته خوشحاليږي ترڅو له ټولو خلکو زيات عزتمند وي ، نو له الله تعالی نه دي ويره (خوف) وکړي ، او څوک چې پدې خوشحاليږي چې ترڅو له ټولو خلکو ډېر مالداره وي، نو په هغه څه دې ډېر اعتماد ولري څه چې د الله تعالی په لاس کې دي نه په هغه  څه کوم چې د ده په لاس کې دي (امام حاکم رحمه الله تعالی).
د هرچا ځينې خبرې د منلو وړ وي ، او ځينې د پريښودلو ، خو د الله رسول الله صلی الله علیه وسلم ټولې خبرې د منلو وړ دي ( ابن عباس ، مجاهد ، امام مالک رحمهم الله تعالی).

چا چې پخپل علم باندې عمل وکړو ، نو خلک به يې علم ته محتاج شي، او چا چې په هغه علم عمل وکړو کوم يې چې زده دی، نو الله تعالی به ورته هغه علم ورکړي ، کوم يې چې ندی زده ( ابن مسعود رضي الله عنه).

کله چې الله تعالی درته نوی علم درکړي؛ نو عبادت يې زيات کړه، او خلکو ته د رسولو او بيانولو غم يې کوه (ابو قلابه رحمه الله تعالی).

زه د دې هيڅ پروا نکوم چې په کوم به حالت سبا کړم ، آيا په هغه حالت چې زه يې خوښوم ، او که په هغه حالت چې زه يې بد ګڼم، ځکه؛ زه پدې نه پوهيږم چې خير مې په کوم حالت کې دی (عمر فاروق رضي الله عنه).

که چېرې دې مېنه رېښتېنې او صالحه وي…. نو بيا هغه چاسره نفرت کوه څوک چې درته ستا حبيب نه دريادوي (ابن قيم الجوزي رحمه الله تعالی).

لکه څرنګه چې اور او اوبه په يوه لوښي کې نا ځاېږي، دغه شان يوه زړه کې د دنيا او اخرت محبت نه ځاېږي (عيسی علیه السلام).

لکه څرنګه چې نشئ کولای د سمندر په څپه کور جوړ کړی ، نو دنیا هم د ارام ځای مه نيسي (عیسی علیه السلام).

شوې خبرې او تللی وخت بيا نه راځي.

عمر بن عبدالعزيز ته چا ښکنځل وکړه ، نو ورته يې وويل: که د قيامت ورځ نوه ، نو ځواب به مې درکړی ؤ.

ای انسانه!
 ته له یوڅو ورځو جوړ يې، کله چې یوه ورځ لاړه ، نو ته هم يوڅه کم شوې (حسن بصري رحمه الله تعالی).

د دنيا غوښتونکی د سمندر د اوبو څښونکي پڅېر دی، څومره يې چې څښي، هومره يې تنده زياتېږي (عیسی علیه السلام).

په تله کې ترټولو دروند شی ، نېک اخلاق دي.

نېک ورونه پيدا کړئ! ځکه نېک ملګري راحت کې ښکلا او سختۍ کې مو ساتنه کوي.

د چا چې لاسونه لنډ شي … ژبه يې اوږديږي.

په دنيا تېريږه … ـ د ابادولو لپاره پکې ـ مه تم کيږه (عیسی علیه السلام).

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د