نړۍ

کويټ ايراني ديپلوماتانو ته د وتلو ضرب الاجل وټاکه

نن ټکی اسیا (پنج شنبه، ۲۹ چنګاښ، ۱۳۹۶): د کويټي رسنيو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد چارواکو امر کړی چې د ايران سفارت نظامي او کلتوري دفترونه دې وتړل شي او ایران دې د خپلو ديپلوماتانو شمير کم کړي.

چارواکو د ایران له سفارته غوښتي چې د کارکوونکو شمير دې له ۱۹ څخه څلورو ته راکم کړي.

او دغو ديپلوماتانو ته يې د کويټ خاورې د پرېښودلو لپاره ۴۵ ورځې ضرب الاجل ټاکلی دی.

دغه پرېکړه وروسته تر هغه شوې چې کویټ پر ایران تور پوري کړی چې په دغه هیواد کي يې د ځینو کسانو سره د وسلو او نورو مهماتو کومک کړی تر څو په هیواد کې ګډوډي را منځته کړي.

له ايران سره د دغه هېواد ديپلوماتيکي پرېکون داسې مهال کې کېږي، چې کم و زيات يونيم کال وړاندې ځينې عربي هېوادونو له ايران سره خپلې ديپلوماتيکي اړيکې پرې کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x