افغانستان

د فارياب چارواکي وايي، طالبانو ځينې سيمې او پوستې نيولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹ چنګاښ، ۱۳۹۶): د فارياب ولايتي چارواکي او ولايتي شورا مرستيال وايي، چې وسله والو طالبانو د دغه ولايت په خواجه سبزپوش او دولت اباد ولسواليو کې دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې او ځينې سيمې او پوستې يې نيولي دي.

د ولايتي شورا مرستيال عبدالاحد ايلبيک رسنيو ته وویل، چې طالبانو د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په “چنارها” سيمه کې د دولتي ځواکونو په اکمالاتي کاروان بريد وکړ، چې له امله یې څلور ټانګونه سوځیدلي او څلورو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هغه په وينا، دغه کاروان په ياده ولسوالۍ کې ولاړ دی او مخکې تګ نه شي کولی، ځکه چې د ميمنې پر لور غځېدلې لاره د دولت اباد او شرين تګاب ولسواليو کې د وسله والو طالبانو تر واک لاندې ده.

نوموړي زياته کړه، چې طالبانو تېره ورځ په دولت اباد ولسوالۍ کې شپږ کلي او د سيمه ييزو پوليسو دوه پوستې هم نيولي دي.

د هغه په وينا، که سيمې ته تازه دمې ځواکونه ونه لېږل شي، امکان لري چې د اندخوی او ميمنې تر منځ غځېدلې لاره د طالبانو لاس ته ولوېږي.

خو ولايتي چارواکي وايي، د خواجه سبز پوش په بريد کې دوه هاموي ټانګونه او يو انټرنيشنل موټر ويجاړ شوي دي او وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبان وايي، چې په ياده جګړه کې يې د دولتي ځواکونو لس ټانګونه ويجاړ کړي، ځينې سوځېدلي او د پنځو عسکرو د وژل کېدو سربيره ګڼ شمير نور ټپيان دي.

د طالبانو له لوري نن ټکی اسيا ته په تازه راستولې خبرپاڼه کې د دولت اباد ولسوالۍ مربوط د توپخانه قلعه ،خیراباد، جرقلعه او يو شمير نورو سيمو کې د ۱۲ پوستو د نيولو ادعا شوې او ويلي يې دي، چې په دغه جګړه کې پنځه عسکر وژل شوي او د قومندان شاه محمد په ګډون ۶ تنه ټپيان دي، دوه عسکر طالبانو ژوندي نيولي دي.

دغه راز طالبانو ويلي، چې ځينې وسلې او زرګونه فايره د وړو او غټو وسلو مرمۍ او نور پوځي توکي هم د دوی لاس ته ورغلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x