fbpx
karzaiobama

اوباما: که امنيتي سند لاسليک نشي، ټول عسکر به وباسو

له سپينې ماڼۍ نه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې، د امريکا ولسمشر  باراک اوباما خپل افغان سيال حامد کرزي ته ويلي چې، دی له افغانستانه د امريکايي عسکرو د ويستلو پر پلان کار کوي، ولې دا هم شونې ده چې، راتلونکي حکومت امريکا سره امنيتي سند لاسليک کړي.

په خبر پاڼه کې راغلي چې، اوباما حامد کرزي سره په تيليفوني خبرو کې و ويل چې، که دی د امنيتي سند له امضا کولو همداسې انکاري پاتې شي، نو امريکا سره د پوځيانو له ويستلو پرته بله لاره نشته.

اوباما له پنټاګانه غوښتي چې، د امنيتي سند د نه لاسليکيدو په صورت کې بايد له افغانستانهد پوځيانو د ويستلو لپاره پوره پلان ولري. امريکا غواړي چې د امنيتي سند په امضا کولو خپلو عسکرو ته قضايي خونديتوب ورکړي چې، کرزی يې نه مني.

 

اوباما وايي چې د امنيتي سند نه امضا کول زموږ پلان او د عسکرو دندې له ستونزو سره مخ کوي؛ نو بايد د ۲۰۱۴ کال تر اخره د خپلو ټولو پوځيانو د ويستلو پر پلان کار وکړي او د روان کال تر پايه بايد خپل ټول عسکر له افغانستانه وباسي.

په اعلاميه کې راغلي چې د ولسمشرۍ ځينو کانديدانو هم د امنيتي سند له امضا کولو لا وار دمخه انکار کړی دی. له همدې امله امريکا دا کوښښ هم کوي چې که وتوانيږي او راتلونکي ولسمشر سره دغه سند امضا کړي، په بل صورت کې به امريکا له افغانستانه خپل ټول عسکر وباسي.

له همدې ځايه اوباما په دوو کې حيران دی؛ ځکه چې د عسکرو پاتې کول او ويستل جلاجلا اوږد مهالي پلانونه غواړي او د اوباما اداره د پلان جوړولو له ستونزو سره مخ ده.

له سپينې ماڼۍ په خپره شوې اعلاميه کې دا هم ويل شوي چې څومره د امنيتي سند لاسليک ځنډول کيږي، همدومره به د امريکا ستونزې ډېريږي.

په اعلاميه کې د کرزي پر وروستيو کړنو او تعامل هم نيوکې شوي چې، دغه شان کړنې او تعامل د افغانستان امنيت له ګواښ سره مخ کوي.

په دې وروستيو کې د کرزي او امريکايانو تر منځ د امنيتي سند پر سر هغه مهال ناندرۍ او تاوتريخوالی پيدا شو چې، کرزي يې له امضا کولو انکار وکړ او امريکا ټينګار کوي چې، بايد بې قيد و شرطه يې امضاء کړي.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د