د سیاف پر کور شپږ توغندي لګېدلي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹ چنګاښ، ۱۳۹۶): د راپورونو سره سم د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د استاد سیاف د کور سره شپږ توغندي لګېدلي دي خو کوم ځاني او مالي زیان یې نه دی اړولی.

نوموړي ته نیژدې کسانو ویلي چې نن سهار وختي د سیاف پر کور ۶ توغندي ولګېدلې چې له امله یې کوم زیان نه دی اوښتی.

بلخوا د پغمان ولسوالۍ امنیه قومندان سمونوال سردار محمد حکیمي نن د پنجشنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې نن د غرمې له ۱۲ بجو او یوه نیمې بجې تر منځې د استاد سیاف پر کور پنځه توغندي لګېدلي چې له امله یې کوم ځاني او مالي زیان نه دی اړولی.

نوموړي وویل چې توغندي د ګاونډي ولایت میدان وردګ څخه را توغول شوي وې چې په اړه یې ددغه ولایت چارواکو ته خبر ورکړل شو.

استاد سیاف اوسمهال د ژغورنې او ثبات شورا په نامه سیاسي ډلې مشري په غاړه لري.

ددې پيښې مسؤولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی او نه هم طالبانو یې په اړه څه ویلي دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د