اسانه نېکيانې (لومړۍ برخه)

دکتور کفايت الله وردګ

څلور غوره کَلِمې
حضرت جويرية بنت الحارث رضی الله عنها فرمايي رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې نه پداسې حال کې ووتلو چې د سحر مونځ يې وکولو او دا په جومات کې وه د څاښت وخت تېر شو رسول الله صلی الله علیه وسلم بېرته راغلو او دا مبارکه په هماغه ځاى کې ناسته وه رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمايل : ته تر اوسه په هماغه حالت کې ناسته يې په کوم حالت کې چې زه لتا څخه تللى وم؟ دې مبارکې ورته وويل : هو بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمايل بېشکه ما لتا نه وروسته څلور کلمې درى ځله وويلې تا چې نن څه ويلي دي که هغه ورسره وتلې نو په وزن ورسره پوره کيږي :
سُبْحَانَ اللهِ وَبِحَمْدِه ، عَدَدَ خَلْقِه وَرِضَا نَفْسِه وَزِنَةَ عَرْشِه وَمِدَادَ كَلِمَاتِه. صحيح مسلم

په يوه ورځ کې زر نېکيانې
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايل : آيا په تاسې کې څوک نشي کولى هره ورځ زر نېکيانې وکوي ؟
په مجلس کې يو کس ترې پوښتنه وکوله په مونږ کې به يو کس زر نېکيانې څنګه کوي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل : چې ١٠٠ سل ځله سُبْـــــــــــحَانَ اللهِ ووايي نو دده لپاره به زر نيکيانې ليکل کيږي او يا به ورڅخه زر ګناهونه ختمول کيږي . صحيح مسلم

تر سلو اوښانو غوره ذکر
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : چا چې ١٠٠ سل ځله سُبْـــــــــــحَانَ اللهِ تر لمر لوېده او لمر خاته وړاندې وويل دا تر سلو اوښانو څخه غوره دى . حسنه الالباني

د قيامت په ورځ تر ټولو غوره
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : څوک چې په سحر او ماښام کې سُبْحَانَ اللهِ العَظِيْمِ وَ بِحَمْدِه ١٠٠ سل ځله ووايي د قيامت په ورځ به څوک له ده نه غوره شى را نه وړي مګر يو هغه کس وي چې هغه هم همداذکر کړى وي او تر ده يې زيات کړى وي . صححه الالباني رحمه الله

په جنت کې ونه
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : چا چې وويل سُبْحَانَ اللهِ العَظِيْمِ وَ بِحَمْدِه په جنت کې به ورته يوه د خورما ونه کېښودله شي . صححه الالباني

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د