افغانستان

غزنی د لومړۍ درجې ولایتونو په کتار کې ودرېده

نن ټکی آسیا: د اداره امور عمومي ریاست او د وزیرانو شورا د دارلانشاء څخه په خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي،چې ولسمشر کرزي د غزني ولایت د تاریخي آبدو د خوندیتوب او تمدني لرغونتیا له کبله دا ولایت په لومړۍ درجه ولایتونو کې شامل کړ.

په دې غونډه کې ، چې تېره ورځ په ارګ کې را بلل شوې وه، پریکړه وشوه چې غزنی به نور د لومړۍ درجې ولایتونو په کتار کې حسابل کېږي.
غونډې ته د اطلاعاتو او کلتور وزیر سید مخدوم رهین د اسلامي تمدن د پلازمېني په توګه د لرغوني غزني د نوموني د جشن او نمانځنې د مراسمو ګزارش ورکړ.
د یادونې وړ ده چې غزنی له دې مخکې د دوهمې درجې ولایتونو په ډله کې و؛خو تېره اونۍ کې د اسلامي تمدن د پلازمیني د نومونې په مراسمو کې غزنیوالو غوښتنه کړې وه چې باید د بهرنیانو په څېر داخلي چارواکي هم د دې ولایت تاریخي قدامت درک او د بیارغونې چارو ته یې جدي پاملرنه وکړي او همدارنګه دې له دې وروسته د لومړۍ درجې ولایتونو په ډله کې راشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close