اسانه نېکيانې (دوهمه برخه)

دوکتور کفايت الله وردګ

د ټولو ګناهونو بښنه
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : چا چې سُبْحَانَ اللهِ وَ بِحَمْدِه په ورځ کې (١٠٠) سل ځله وويل د هغه نه به د هغه ګناهونه پاک شي اګر که د سمندر د ځګ په اندازه هم وي . صحيح البخاري

د سرو زرو د غره نه غوره ذکر
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : څوک چې ددېنه عاجز وي چې شپه ويښه تېره کړي ، يا په مال بخيل وي چې نفقه يې کړي ، يا له دښمن څخه بې زړه وي چې جنګ ورسره وکړي نو هغه د سُبْحَانَ اللهِ وَ بِحَمْدِه ډېر وايي دا الله جل جلاله ته د سرو زرو د غره د خيرات کولو نه غوره دي . صححه الالباني

غوره کلام
له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه پوښتنه وشوه کوم کلام غوره دى؟

رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل : هغه چې الله جل جلاله د خپلو ملائکو او خپلو بندګانو لپاره غوره کړى دى:
سُبْحَانَ اللهِ وَ بِحَمْدِه . صحيح مسلم

تر سلو آسونو غوره نيکي
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : چا چې وويل: اَلْحَمْدُ للهِ (١٠٠) سل ځله مخکې د لمر خاته نه او مخکې له لمر لوېده نه دا به دده لپاره له سلو آسونو څخه غوره وي چې په هغه باندې د الله جل جلاله په لاره کې څوک بارول کيږي . حسنه الالباني

تله ډکوي
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : او اَلْحَمْدُ للهِ  تله ډکوي . صحيح مسلم
يعني اَلْحَمْدُ للهِ ويل داسې ذکر دى چې کوم بنده ډېر کړى وي او ډېر يې اَلْحَمْدُ للهِ ويلي وي چې دده دنېکو عملونو په تله کې کېښودل شي هغه به ورسره ډکه شي .

د قيامت په ورځ غوره خلک
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : إِنَ أَفْضَلَ عِبَادِ اللهِ يَوْمَ القِيَامَةِ الحَمَّادُوْنَ. صححه الالباني
ترجمه: بېشکه د الله جل جلاله په وړاندې به غوره بندګان د قيامت په ورځ ډېر حمد ويونکي وي .

غوره دعاء
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : وَأَفْضَلُ الدُعَاءِ الْحَمْدُ للهِ . حسنه الالباني
ترجمه : او غوره دعاء اَلْحَمْدُ للهِ ده .

له هر ډول تکليف نه نجات
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : چا چې يو څوک وليدل چې په څه تکليف يا مصيبت کې آخته وو ده د هغه له ليدو سره وويل :  الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي عَافَانِـيْ مِمَّا ابْتَلاَكَ بِهِ، وَفَضَّلَنِي عَلَى كَثِيرٍ مِمَّنْ خَلَقَ تَفْضِيْلاً . صححه الالباني
ترجمه : حمد ثناء صفت دى هغه ذات لره چې زه يې له هغه څه نه خلاص کړى يم چې ته يې پرې آخته کړى يې او زه يې په ډېرو مخلوقاتو باندې غوره کړى يم غوره کول .
نو بيا دا بلا (تکليف يا مصيبت) به ده ته نه رسيږي .

د تېرو ګناهونو بښنه

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : چا چې خوراک وکولو او بيا يې دعاء وويله : اَلْحَمْدُ للهِ الَّذِيْ أَطْعَمَنِيْ هَذَا وَرَزَقَنِيْهِ مِنْ غَيْرِ حَوْلٍ مِنِيْ وَلَا قُوَّةٍ . حسنه الالباني

نو ده ته ټول تردې وخت نه وړاندې ګناهونه بښل کيږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د