دیني، سیرت او تاریخ

د شيطان پېژندګلوي (پنځمه برخه)

دوکتور کفايت الله ودرګ

پاملرنه : په مخکې برخو کې مو د شیطان د خلقت ،ظاهري او معنوي صفاتو او د انسان ا و شیطان په مینځ کې د دښمني د شروع په اړه خبره کړې وه هلته دا خبره هم شوې وه چې شیطان د هر ا نسان دښمن دی او زیاته دښمني یې د زیاتو نېکانو خلکو سره وي او په زمکه باندې به تر ټولو زیات نېکان خلک انبیاء علیهم السلام وو پدې برخه کې له هغوی سره او عامو انسانانو سره د شیطان د دښمني په اړه درسره معلومات شریکوم .

شیطان له انبیاوو (علیهم ا لسلام) سره

له مخکې نه تاسې ته ښکاره شوه چې کله شیطان تکبر وکولو او حضرت آدم علیه السلام ته یې د تعظیم له سجدې کولو نه انکار وکولو نو د انسان او د شیطان په مینځ کې دښمني شروع شوه چې ددې دښمني ډېر تاوانونه انسانانو ته هم ورسېدل لکه حضرت آدم علیه السلام او حضرت حواء علیها السلام په جنت کې بې پردې کړل شول او له جنت نه را ښکته کړل شول لکن شیطان هم پکې ډېر تاواني شو چې ازلي بدبخت شو او هم له هغه وخت نه دهغه په جهنمي کېدو فیصله شوې ده او بیا دا دښمني روانه شوه له یوې خوا که الله جل جلاله شیطان ته ډېرې ‌طریقې ورکړې دي چې د هغې په مرسته یو انسان ګمراه او بې لارې کولی شي له بلې خوا الله جل جلاله انسانان هم دهغه په دښمني کې یوازې پرې نه ښودل او وخت په وخت یې انبیاء ورته را ولیږل چې د انسانانو مرسته وکوي ، هغوی ته د الله جل جلاله لاره ور وښيي ، هغوی سمې لارې ته برابر کړي نو کله به هم چې الله جل جلاله ولیدل چې شیطان د انسانانو په بې لارې کولو باندې و توانېدو نو الله جل جلاله به یو پیغمبر را ولېږلو چې خلک په غفلت کې دي را بیدار یې د کړي او دده ملاتړ به یې په اسماني وحی او معجزاتو سره وکولو د هغه پیغمبرانو علیهم السلام به دا کار وو چې خلک به یې د الله جل جلاله سمې لارې ته دعوت کړل ، د شیطان له فریبونو څخه به یې خبر ول ، د شیطان له لارو به یې را ګرځول نو دا کار به داسې وو لکه پیغمبر چې مخامخ د شیطان سره د جنګ اعلان کړی وي نو ددې امله به شیطان تر هرچا زیات د پیغمبر دښمن وو دلته زه یوازې د جنی شیطان خبره نه کوم بلکه له انبیاوو سره به انسی شیطانان هم تر هرچا په دښمني کې سخت وو او دلته زه یوازې د پیغمبرانو خبره هم نه کوم بلکه د ټولو هغه کسانو خبره به وکوم چې د انبیاوو دعوت خپروي په اوس وخت کې هم هغه کسان چې د رسول الله صلی الله علیه و سلم په لاره باندې په رښتیا سره برابر دي او د هغه لارې ته دعوت کوي او دهغه په لار باندې د خلکو د برابرولو کوښښ کوي ، هغه چې په رښتیا سره د الله جل جلاله دعوت خلکو ته ور رسوي د نن زماني انسي شیطانان د هغوی داسې دښمني کوي لکه د پلار او نیکه نه یې چې دښمني ورسره وي نو دا نوې خبره نه ده دا هم له هغه وخت نه د ه چې د شیطان او انسان په مینځ کې دښمني شروع شوېده او له کومه وخته به چې الله جل جلاله خپل نبیان انسانانو ته د هدایت لپاره رالېږل الله جل جلاله د انبیاوو او د شیطان د دښمني په اړه فرمايي : وَكَذَلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نَبِيٍّ عَدُوًّا شَيَاطِينَ الْإِنْسِ وَالْجِنِّ يُوحِي بَعْضُهُمْ إِلَى بَعْضٍ زُخْرُفَ الْقَوْلِ غُرُورًا وَلَوْ شَاءَ رَبُّكَ مَا فَعَلُوهُ فَذَرْهُمْ وَمَا يَفْتَرُونَ. سورة الانعام

ترجمه : او هم داسې ګرځولی (پیدا کړي) وو مونږ هر نبی ته دښمنان شیطانان د انس (انسانانو) او د جن (پېریانو) ور ښوولي به (او وسوسه به ئې آچوله) ځینو د د وی ځینو (نورو) ته ښائېسته کړل شوې خبرې د پاره د غولولو او که اراده فرمائلې وی رب ستا نو نه به وو کړي دوی دا (کارونه چې د زخرف وحی او غرور دی) پس پریږده دوی او هغه چې دوی له ځانه دروغ جوړوي (چې کفر دی) .

په تفسیر قرطبي کې ددې آیت په تفسیر کې فرمايی : أي كما جعلنا لـك يا محمـد عـدواً من مشركي قومك – وهو أبو جهل في قول ابن عباس – فكذلك جعلنا لكل نبي عدواً من مشركي قومه ، فاصبر ، لأمري كما صبروا ، فإني هاديك ، وناصرك على كل ما ناوأك. تفسیر قرطبی

ترجمه : یعنی لکه څرنګه چې ما ګرځولي دي ستا لپاره دښمنان ستا د قوم مشرکین چې د حضرت ابن عباس رضی الله عنه د قول له مخې هغه ابو جهل دی نو همدارنګه ما ګرځولي دي د هر نبي لپاره دښمن د هغه د قوم له مشرکینو څخه نو ته صبر کوه لکه هغوی چې صبر کولو ، بېشکه زه تاته سمه لاره ښیمه ، زه ستا مرسته کوم د دوی د هر عمل په مقابل کې .
الله جل جلاله رسول الله صلی الله علیه و سلم ته فرمايي : وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ مِنْ رَسُولٍ إِلَّا نُوحِي إِلَيْهِ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدُونِ . سورة الانبیاء

ترجمه : او نه وو لېږلی مونږ پخوا له تا څخه هېڅ رسول مګر چې وحی به کوله مونږ هغه ته (داسې) چې بېشکه شان دادی چې نشته پر حق معبود مګر زه یم (یوازې) نو بندګي کوئ تاسې زما.

شيطان له عامو انسانانو سره

شيطان قسم کړی دی چې هرڅنګه وی له انسان سره به خپله دښمنی پالي الله جل جلاله ئې مونږ ته هغه قسم نقل کوي او فرمائي : قَالَ فَبِمَا أَغْوَيْتَنِي لَأَقْعُدَنَّ لَهُمْ صِرَاطَكَ الْمُسْتَقِيمَ ثُمَّ لَآَتِيَنَّهُمْ مِنْ بَيْنِ أَيْدِيهِمْ وَمِنْ خَلْفِهِمْ وَعَنْ أَيْمَانِهِمْ وَعَنْ شَمَائِلِهِمْ وَلَا تَجِدُ أَكْثَرَهُمْ شَاكِرِينَ. سورة الاعراف

ترجمه : وویل (ابلیس) نو قسم دی په ګمراه کولو ستا ما لره (په سبب د آدم) چې خامخا به کینم زه خامخا دوی ته (یعني انسانانو ته د ښویولو له وجې) په لاره ستا کې (اسلام) چې سمه صافه ده بیا خامخا راځم زه دوی ته (په هر وخت ) له وړاندې د دوی او له وروسته د دوی او له ښیو (طرفو) د دوی او له کیڼو (طرفونو) د دوی او نه به مومې ته اکثر د دوی شکر ایستونکي (مؤمنان) .

ددې امله خو شيطان له ځينو خلکو سره هر وخت ملګری وی چېرته چې شپه کوي شيطان ورسره هماغلته شپه کوي چېرته چې هغوی خوراک کوي هماغلته ورسره خوراک کوي او چېرته چې دوی وي شيطان ورسره وي د هغوی په دماغو کې کار کوي ښه شی تر نظر بد او بد تر نظر ښه ور ولي .

حضرت ابن عباس رضی الله عنه د پورتني آيت په تفسير کې فرمايي چې معنی ئې دا ده (مِنْ بَيْنِ أَيْدِيهِمْ) يعني د دوی د دنيا له خوا نه (وَمِنْ خَلْفِهِمْ) يعني د دوی د آخرت له خوا نه (وَعَنْ أَيْمَانِهِمْ) يعني د دوی د نېکيانو له خوا نه (وَعَنْ شَمَائِلِهِمْ) يعني د دوی د بديو له خوا نه يعني شيطان قسم وکولو چې زه به د انسان په هره لاره کې ورته درېږم په هره د خير او شر لاره کې به ورته لاره نيسم که ئې نېک کار کاوه ورڅخه منع کوم به ئې او که بد کار ئې کاوه ورته هڅوم به ئې .

په يو حديث کې رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمايي : إذا استيقظ أحدكم من منامه فليستنثر ثلاث مرات، فإن الشيطان يبيت على خياشيمه.

ترجمه : کله چې په تاسې کې څوک له خوبه را ويښ شي نو دری ځله د پوزه له پاسه را پاکه کړی (سخ د کړي) ځکه شيطان ئې په دماغو کې شپه کوي .

امام ابن حجر  فرمايي د حديث د ظاهري معنی نه خو ښکاره کيږي چې دا د هر انسان حال وي چې د هر انسان په دماغو کې شيطان شپه کوي او کېدی شي مطلب ئې هغه کسان وي چې په څه ذکر يا دعاء سره ځان له شيطان څخه ونه ساتي لکه د آية الکرسي په اړه چې راغلي دي څوک ئې چې په بېګاه کې ووايي تر صبا پورې شيطان نشي ور نېږدې کېدلی او يا کېدای شي مطلب ئې دا وي چې شيطان د هر انسان په خيشوم کې شپه کوي او د آية کرسي او يا نورو اذکارو په اړه چې راغلي دي چې شيطان له انسان نه لرې ساتي معنی ئې دا وي چې د انسان زړه ته نشي ور نېږدې کېدلی او وسوسه نشي ور اچولی .

امام ابن حجر  فرمائي دا چې رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمايي : شيطان ستاسې د هر انسان په خيشوم کې شپه کوي مطلب به ئې دا وي چې ستاسې په خيشوم کې ګندګي وي چې د ګندګي په صفت کې له شيطان سره يو شان ده نو چې کله څوک له خوب نه را ويښ شی نو خپله پوزه د دری ځله پاکه کړي .

حضرت جابر رضی الله عنه فرمايي ما له رسول الله صلی الله علیه و سلم څخه واورېدل چې فرمايل ئې : إِذَا دَخَلَ الرَجُلُ بَيْتَه، فَذَكَرَ اللهَ عِنْدَ دُخُولِه وَعِنْدَ طَعَامِه، قَالَ الشَّيْطَانُ : لَا مَبِيْتَ لَكُمْ وَلَا عَشَاءَ. وَإِذَا دَخَلَ فَلَمْ يَذْكُر اللهَ عِندَ دُخُولِه، قَالَ الشَيطَانُ: أَدرَكتُم المَبيتَ. وَإذَا لَم يَذكر اللهَ عندَ طَعَامِه، قَالَ: أدرَكتُم المَبيْتَ والعَشَاءَ.

ترجمه : کله چې کوم سړى خپل کور ته ننوزي نو د ننوتلو په وخت کې الله  ياد کړي (بسم الله ووايي) او بيا يې د خوراک په وخت کې هم ياد کړي (په خوراک باندې د شروع په وخت کې هم بسم الله ووايي) نو شيطان ووايي دلته نه ستاسې د شپې تېرولو ځاى شته او نه ستاسې لپاره خوراک شته او کله چې يو انسان کور ته ننوزي د ننوتلو په وخت کې بسم الله ونه وايي شيطان ووايي راځئ د شپې ځاى مو پيدا کړو او کله چې په خوراک باندې د شروع کولو سره بسم الله ونه وايي نو شيطان ووايي راځئ د شپې ځاى مو هم پيدا کړو او خوراک مو هم پيدا کړو . (بيا له هماغه خلکو سره ناست وي خوراک ورسره کوي) .

نور بیا ان شاء الله…….

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x