افغانستان

ټرمپ د افغانستان لپاره نوی سفير ټاکلی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰ چنګاښ، ۱۳۹۶): له سپيني ماڼۍ نه په پرونۍ خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې د امريکا جمهور رئيس ډونلډ ټرمپ د افغانستان لپاره نوی سفير ټاکلی.

د افغانستان لپاره نوی ټاکل شوی سفير (جان بس) نوميږي.

جان باس د امريکا د بهرنيو چارو په وزارت کې په ۱۹۸۸ م کال کې د د يپلومات په حيث کار شروع کړی چې په وروسته کې د ياد وزارت يو له لوړ پوړو بهرنيو ډيپلوماټانو شمېرل کېدی.

ويل کيږي نوموړی تر دې وړاندي له ۲۰۰۹ م کال نه تر ۲۰۱۲ م کال پوري په جورجيا کې د امريکا سفير وو او له هغه وروسته له ۲۰۱۴ نه تر اوس مهاله په ترکيه هيواد کې د سفير په توګه پاته شوی.

اعلاميه ليکي : جان باس په تيره يوه لسيزه کې په عراق ، سوريې او جنوب لوېديځي اسيا کې د بې ثباتۍ په وړاندي روانه مبارزه کې مهم رول لوبولی.

اعلاميه همدا راز زياتوي چې جان باس د امريکا د فوق العاده سفير په توګه چې مکمل صلاحيتونه او واک به لري د ټرمپ له لوري ټاکل شوی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close