
امريکايي پوځي: نژدې درې زره عراقي وګړي مي وژلي
نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰ چنګاښ، ۱۳۹۶): له فاکس نيوز سره په مرکه کې د ډېلارډ جانسن په نوم يو تن امريکايي پوځي وايي چې په عراق کې يې د دندي پر مهال ۲۷۴۶ تنه عراقي وګړي وژلي دي.
ډېلارډ جانسن له دې وړاندي ياد اعتراف د (کارنېفور) تر سر ليک لاندي کتاب کې کړی وو.
نوموړی وړاندي له دې چې د امريکايي پوځ ليکو ته ور شامل شي د هوسيو ښکاري وو.
له فاکس نيوز سره په مرکه کې له نوموړي نه پوښتل شوي چې د ملکي وګړو له وژلو وروسته دي څه احساس کوئ؟ د ډېلارډ ځواب په داسي تورو دی: داسي ورځ نه تېرېده چې دوه ، درې او يا زيات ملکي وګړي دي ما نه وي وژلي او له هر ځل وژلو څخه يې ما دومره خوند اخيستی چې د ځوانۍ په مهال مي د هوسيو په ښکار کې نه وو اخیستی.
د نمونې په ډول نوموړی وايي : يوه ورځ مي د عراق په (السماواة) ښار کې ۱۳ تنه ملکي وګړي يوازي او يوازي په دې جرم ووژل چې موټر يې زموږ له موټر سره ټکر وکړ.
بايد وويل شي چې څو ورځي وړاندي يوه برتانوي سرتيري هم ورته اعتراف وکړ او د هغه په وينا: موږ به له ځان سره اضافي وسلې ځکه ګرځولې چې ملکي وګړي به مو قتل کړل نو د دوی له را پاته جسدونو سره به مو کېښودلې او انځورونه به مو ترې اخيستل تر څو يې طالب معرفي کړو.
https://www.youtube.com/watch?time_continue=44&v=C0uhB_7dTro
افغانستان