افغانستان

د امريکا لوی درستيز په نا اعلان کړي سفر کابل ته راغلی

د امريکا د پوځ لوی درستيز جنرال مارټن ديمسي تېره شپه ناوخته په نا اعلان کړي سفر د بګرام هوايي اډې ته رارسيدلی.

جنرال ديمسي نن د بګرام په هوايي اډه کې خبريالانو ته و ويل چې ولسمشر اوباما ورته امر کړی چې، افغانستان کې امريکايي افسرانو ته دنده وسپاري تر څو د روان ۲۰۱۴ م کال تر پايه د خپلو عسکرو د ويستلو لپاره په عملي پلان کار  پیل کړي.

جنرال ديمسي تر اوسه افغان چارواکو سره نه دي ليدلي . ډيمسي خپلو عسکرو ته و ويل چې د روان کال تر پایه د دوی پر غاړه ډېر کارونه پاتې دي چې بايد پوره يې کړي.

جنرال ديمسي په داسې حال کې کابل ته راغلی چې، پرون سه شنبه د امريکا ولسمشر باراک اوباما کرزي سره په تيليفوني خبرو کې و ويل چې، دی له افغانستانه د امريکايي عسکرو د ويستلو په پلان کار کوي. مارټن ديمسي و ویل چې، دوی به د روان کال تر پايه افغان عسکرو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close