افغانستان

د بشري حقونو کمیسون په امنیتي لیکو کې د هلکانو د استخدام خبرونه تایید کړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰ چنګاښ، ۱۳۹۶): د حقوق بشر خپلواک کمیسون د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د ماشومانو او هلکانو پر استخدام اندېښنه وښودله او هغه خبرونه یې تایید کړه چې وايي د دولتي ځواکونو له لوري هلکان د جنسي اړیکو لپاره کارول کیږي.

ددغه کمیسون ویاند بلال صدیقي رسنیو ته ویلي چې لږ تر لږه ددوی سره د ۵۷ ماشومانو دوسیې ثبت دي چې په امنیتي لیکو کې جذب شوي، وسلې ورکول شوي او د قومندانانو له لوري د جنسي اړیکو لپاره کارول کیږي.

باید وویل شي چې څو ورځې وړاندي د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د فرانس پریس د یوه خبریال لیکنه نشر کړې وه چې په هغه کې نوموړي د قومندانانو سره د ښایسته هلکانو او د هغوی سره د جنسي اړیکو څخه پرده پورته کړې وه.

نوموړي ویلي وه چې که څه هم ولسمشر اشرف غني په ځانګړي ډول د ماشومانو د استخدام په اړه کلک موقف څرګند کړی خو د هلکانو د استخدام د مخنیوي په خاطر هیڅ پرمختګ نه دی راغلی چې له امله یې دغه پدیده په امنیتي لیکو کې ورځ تر بلې زیاتیږي.

راپور دلته: واشنګټن پوسټ: افغان عسکر د جنسي غریزې لپاره هلکان کاروي

د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور تېره ورځ رسنیو ته ویلي وه چې د «بچه بازانو» لپاره یې په قانون کې مجازات تعیین کړی خو دایې ونه ویل چې دغه قوانین به څوک تطبیقوي ځکه چې دغه ستونزه خپله د قانون ساتونکو په منځ کې تر بل هر ځای زیاته ده.

که څه هم د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د پولیسو په لیکو کې د هلکانو د استخدام په اړه ناخبري ښيي او تاکید کوي چې داسي هیڅ نشته خو د واشنګټن پوسټ په راپور کې د جنس لپاره د هلکانو ساتل خپله د امنیتي ځواکونو او پولیسو د امنیت لپاره ستر ګواښ بللی وو او په وینا یې همدا هلکان وروسته د انتقام اخیستلو په خاطر د فرصت څخه په استفادې خپل قومندان او ورسره عسکر وژني او د طالبانو سره یو ځای کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x