کندز: د خان اباد ولسوالۍ د طالبانو تر برید لاندي ده

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰ چنګاښ، ۱۳۹۶): د کندز ولایت د خان اباد پر ولسوالۍ طالبانو له څلورو اړخونو څخه بریدونه پیل کړي دي او جګړه په شدت سره روانه ده.

د خان اباد ولسوال رسنیو ته ویلي چې طالبانو نن د جمعې په ورځ له سهار راهیسي له څلورو اړخونو څخه پر ولسوالۍ بریدونه پیل کړي دي او د ښار څنډو ته را رسیدلي دي، او زیاته کړې چې اوس مهال جګړه د بندر شوراب، بادرخان، ملاغلام او شفتالو باغ په سیمو کې روانه ده.

ولسوال حیات الله امیري د رسنیو له لاري پر دولتي چارواکو غږ کړی چې ولسوالۍ ته کومک ور ورسوي کنه ولسوالۍ به سقوط وکړي او په امنیتي لیکو کې به تلفات زیات شي.

نوموړي په روانه جګړه کې د تلفاتو په اړه هیڅ نه دي ویلي.

د کندز د والي ویاند سیدمحمود دانش د ولسوال حیات الله امیري د غوښتنې په ځواب کې رسنیو ته ویلي چې اوس مهال طالبانو د کندز – خان اباد لاره تړلې، دولتي ځواکونه لومړی هڅه کوي چې دغه لاره پرانیزي وروسته به ځواکونه د ولسوالۍ مرکز ته ولیږلای شي.

باید وویل شي چې د کندز په وروستیو جګړو کې د امریکايي الوتکو او ځواکونو د ګډون په اړه هم خبرونه ورکول شوي او څو ورځې وړاندي په دغه جګړو کې د یوه جنرال او څو تنو عسکرو د وژل کېدو خبرونه د رسنیو سرټکې جوړ شوي وه، خو وروسته د ناټو مطبوعاتي دفتر د جنرال وژنه رد کړې وه.

تر اوسه طالبانو د خان اباد ولسوالۍ د جګړې په اړه راپور نه دی ورکړی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د