افغانستان

د شاولیکوټ په جګړه کې جګپوړي قومندانان وژل سوي او ټپیان دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰ چنګاښ، ۱۳۹۶): وړمه شپه طالبانو د کندهار ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر هغه کومکي کاروان برید وکړ چې د محاصره ځواکونو د مرستي لپاره ماڼو کلي ته پر لاره و.

طالبانو د شپې مهال د ماڼو سیمي په مربوطاتو کې پر دغه کاروان برید وکړ، په برید کې طالبانو د شپې د دوربینونو یا نایټ ویژن څخه کار اخیستی چې له امله یې امنیتي سرتیرو ته زیاته مرګ – ژوبله اوښتي.

د طالبانو د وړمي شپې په برید کې د ۲۰۵ اتل قول اردو د لومړۍ لوا د دریم کنډک قومندان ډګروال احمدالله ساپی او د شاولیکوټ ولسوالۍ د لاري د څو پوستو قومندان (انګار) چې په ناني سره مشهور و وژل سوي دي.

ډګروال احمدالله ساپی

همدارنګه په یاد برید کې د شاولیکوټ ولسوالۍ امنیه قومندان باچا، د کندهار- روزګان د لویي لاري عمومي قومندان عزت الله عثماني او ځیني نور د اربکیانو قومندانان ټپیان سوي دي.

قومندان عزت الله عثماني

قومندان عزت الله عثماني د شپږو پولیسو سره چې ټول ټپیان وه د طالبانو سره تر سهاره جګړه کړې، د نوموړۍ ۱۳ تنه پولیس وژل سوي او دی په زخمي حالت کې سهار د چورلکو په مټ د سیمي څخه پورته سوی دی.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د شاولیکوټ ولسوالۍ په جګړه کې یې ۷ شوبلي، ۴ رینجر موټر او یو ټانګ ویجاړ کړي، ۲۶ سرتیري یې وژلي او ۱۲ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x