fbpx
shaid

طالبان: حکومت دې خپل ارمان پوره کړي، يو طرفه اوربند نه کوو

د پاکستاني طالبانو وياند شاهدالله شاهد ويلي چې، که حکومت زموږ پر خلاف پوځي عمليات کول غواړي، نو خپل ارمان دې پوره کړي، موږ هيڅکله هم يو طرفه اور بند نه کوو.

شاهد ويلي، که حکومت زموږ پر خلاف عمليات پیل کړل، نو موږ به هم د پاکستان په هره سيمه کې د حکومت پر خلاف قوي عمليات پیل کړو. د شاهد په وينا چې ډېر زيان به د حکومت کيږي او د دوی نه.

شاهدالله شاهد په خپلو خبرو کې ويل چې، عصمت الله شاهين د دوی يو تکړه قوماندان وه چې، تشه پوره کول به يې ستونزمن وي. شاهد و ويل چې، د عصمت الله بيټني په قتل کې د پاکستاني استخباراتو لاس دی

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د