د غیرضروري اپلیکیشنونو سره احتیاط کوی، شخصي معلومات مو په خطر کي دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰ چنګاښ، ۱۳۹۶): له هغه وروسته چې انډرویډ موبایلونو د نړۍ په سطحه زیات انتشار کړی او په ملیونونو پروګرامونه ورته جوړ شوي چې په وړیا توګه یې د موبایل کاروونکې له انټرنیټ څخه خپلو موبایلونو ته کښته کولای شي، له امله يې هاکرانو ته د خپل خبیث اعمالو او جرمونو لپاره هم یو ښه فرصت په لاس ورغلی دی. ځکه نو باید د هر پروګرام کښته کولو تر مخه باید احتیاط وشي چې څومره اړین دی او د چا له خوا جوړ شوی.

په دې وروستیو کې د جرمني یوې تخنیکي مجلې په خپل راپور کې ویلي چې «leakerlocker» یو خبیث پروګرام د ځینو پروګرامونو له لاري انډرویډ موبایلونو ته لاره موندلې، دغه پروګرام کولای شي چې د تلیفون څخه شخصي معلومات لکه انځورونه، ویډیوګاني، مسیجونه، تلیفون نمبرونه او ورته نور اړین معلومات خپل جوړوونکو ته ولیږي، که چیري هاکران په دغه موادو کې څه داسي شي تر لاسه کړي چې په واسطه یې د قرباني شخص څخه پیسې تر لاسه کولای شي، نو حتما ځیني استفاده کوي او قرباني شخص تهدیدوي تر څو یوه اندازه پیسې ورته ومني کنه شخصي معلومات به یې پر انټرنیټ نشر کړي.

جرمني کارپوهانو د خلکو څخه غوښتي چې لومړی خو باید احتیاط وکړي خو که چیري ددغه سي پروګرامونو قرباني شي، نو د شخصي معلوماتو د خوندي کولو په خاطر دي مقابل اړخ ته فدیه نه ورکوي ځکه چې ددې هیڅ تضمین نشته چې د فدیې ورکولو سربېره دي شخصي معلومات نشر نه شي.

په دې وروستیو کې دغه خبیث پروګرامونه د «(Wallpapers Blur HD) او (Booster ‫& Cleaner Pro) په واسطه نشر شوي چې دواړه غیر ضروري پروګرامونه دي.

ګوګل سټور یاد پروګرامونه له خپلې پاڼې ایسته کړي خو بیا هم کیدای شي د خلکو سره پخواني پاته وي او یا هم نور پروګرامونه چې تر اوسه مشهور شوي نه وي، له ځانه سره خبیث پروګرامونه ولري.

د یادوني وړ ده چې د کارپوهانو په وینا تر ټولو ښه خبره داده چې د خپل شخصي ژوند د ژغورولو په خاطر باید هر څه په تلیفون کې خوندي نه شي او نه باید د ژوند د هرې لمحې انځورونه او ویډیوګانې جوړي شي، ځکه تلیفون ورکېدای شي، غلا کیدای شي او همداسي هاکران ورته د مختلفو لارو لاسرسی موندلای شي.

باید وویل شي چې د ګوګل سټور او یا بل هر ځای څخه د پروګرام تر کښته کولو ورسته یاد پروګرامونه د تلیفون یو شمېر خدماتو ته د لاس رسۍ غوښتنه کوي، چې په هغه کې کامره، سپیکر، د انځورونو ګالري وغیره شامل وي، ډیری کسان دغه پروسې ته هیڅ پاملرنه نه کوي خو د کارپوهانو په باور باید د موبایل اپلیکیشن د کښته کولو وروسته دغه غوښتنو ته په ځیر وکتل شي چې ایا مطلوب اپلیکیشن په رشتیا هم دغه خدماتو ته اړتیا لري او کنه؟ کله چې یو پروګرام ته د لاس رسي اجازه ورکړل شوه، بیا یې مخه نیول ممکن نه دي تر څو چې هغه پروګرام له موبایله ونه ایستل شي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.