برتانوی جاسوس څرنګه القاعده ته په چل ورکولو وتوانېد؟ / ویډیو

لیکنه: د.أمجد المستريحي – ژباړه: سفیان خالد

أبو عمر الناصر که مخفي جاسوس..!

(مورټن سټورم) هغه چې د القاعده شبکې سره یې چل او دوکه وکړه!!

ډنمارکی مورټن سټورم د بریتانوي استخباراتو MI5- جاسوس او اېجنټ وو، د اسلام تر دعوه کولو وروسته یې قران کریم او د اسلامي شریعت اصول زده کړه او ځان یې “أبو عمر الناصري” ونوماوه.

په یمن کي یې د القاعده شبکې صفوفو ته لاره وکړه او له څه وخت وروسته د القاعده شبکې یو مهم قومندان وګرځېد، حتی د یمن په جوف ولایت کي د امامت او خطابت دنده یې هم تر سره کول او څو صوتي بیانونه یې راووتل، چې د سعودي، مصر، سوریې او اردن د چارواکو پر ضد یې خلګ جهاد ته رابلل.

ویل کېږي، چي ډېري اروپایي مېرمني یې د القاعده د مشرانو او قومندانانو سره د واده کولو لپاره جلب او جذب کړې.

همدا راز په یمن کي دالقاعده شبکې یو مهم قومندان (أنور العولقي) د هغه د مېرمني چې د ده (سټورم) له خوا د بریتانیا څخه ورته جلب شوي وه، د GPS په ذریعه په 2011 م کال کي د امريکایي هوایي ځواکونو له لوري یې ځای کشف او بیا په یو هوایي برید کي وواژه.

خو د سټورم سره امريکایي او برتانوي استخباراتو بې وفايي وکړه، د هغه 5 میلیونو ډالرو وعده یې پوره نه کړه چې د ځینو پټو عملیاتو په تر سره کولو یې دده سره وعده شوې وه. نوموړي د غچ اخیستې په خاطر ځان یوې بريتانوۍ ورځپاڼي ته وښود او د القاعدې سره یې پر خپل اړيکو او کيسې کتاب خپور کړ او اعلان یې وکړ چې دی مسلمان نه، بلکي مُلحد او له دين او رب سره هيڅ دلچسپي نلري..!

دلته سوال دادی، چې څومره ډېر جاسوسان د مورټن سټورم په څېر لا هم د القاعدې او داعش په څېر ډلو کي د اسلام او جهاد په نوم کار کوي او د اسلام د حقیقي تصوير د بدنامولو، د مسلمانانو د وژلو او د اسلامي هيوادونو په تباهۍ کي رول لوبوي؟ !!

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد حذیفه
میلمه
محمد حذیفه

ددی لیکنی محترم ژباړن صاحب غم مکوه انګریزان او نور کفار په عربی جزیره کښی له داسی خندونکو لوبو سره د وابیانو د ظهور له وخت نه بلد شوی او تر اوسه یی په یوه او بله بڼه ادامه ورکړی چی ترڅو وابیان وی دا لوبی به همداسی جریان لری او د اسلام او اسلام نظام تخریب به ادامه پیداکوی ځکه وابیان او خلفیان داسی په څلوری روان خلک دی چی هیڅ عقل او منطق نه پیژنی بس پخپل خره سپاره او خپل ضدیت ته ادامه ورکوی. کله یوه لوبه شروع کړی، کله بله له اسلام نه یی دخپل د… نور لوستل »