rsamosan

د ګواښونو لړۍ: راسموسن وايي که امنیتي تړون لاسلیک نشي، افغانستان کې یو پوځي هم نه پریږدو

نن ټکی اسیا: د ناټو سازمان عمومي منشي آندرس راسموسن ولسمشر کرزي ته ګواښ کړی که امنیتي تړون لاسلیک نه کړي نو تر ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې يو پوځي پرې نه ږدي.

د نړیوالو خبري اژانسونو د راپورونو په اساس راسموسن زیاته کړې چې امنیتي تړون د افغان حکومت په ګټه دی، د تړون د نه لاسلیک کیدلو په صورت کې د ناټو ځواکونو یو پوځي به هم افغانستان کې نه پاتې کیږي. نوموړې زیاته کړې په دې اړه پریکړه به د ناټو غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو په غونډه کې کیږي.

راسموسن ویلي چې که کرزی تړون امضا نه کړي او وروسته ددې اړتیا پېښه شوه نو په نوي جمهور رئیس به امنیتي تړون امضا کړي. ده زیاته کړې چې زیات شمېر کاندیدان د امنیتي تړون د امضاء کولو لپاره اماده دي.

تر دې دمخه تېره ورځ د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما کرزي سره په تلیفوني خبرو کې کرزي ته ګواښ کړی و چې د تړون د نه لاسلیک کولو په صورت کې به د ناټو ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د