
امریکايي سناتور «جون ماکین» په سرطان اخته دی
نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰ چنګاښ، ۱۳۹۶): څو ورځې وړاندي پاکستان او افغانستان ته راغلی د امریکا په کانګریس کې د پوځي خدمت د کمېټې مسؤول جون ماکین په سرطان ناروغي اخته شوی دی.
نوموړی د افغانستان د جګړې کلک ملاتړی بلل کیږي او په دې وروستیو کې يې د ټرمپ پر ادارې لوی فشار وارد کړ تر څو افغانستان ته نوي ځواکونه ولیږي. جون ماكين د روانې جولايي میاشتې پر څلورمه نېټه په افغانستان کې په ارګ کې د ولسمشر اشرف غني سره ولیدل، نوموړي د سناتورانو د یوه پلاوي مشري کوله.
د جون ماکین له دفتره تېره چارشنبه رسنیو ته وویل شول چې ماکین د «مغزو» په سرطان اخته دی.
ماکین اتیا کاله عمر لري، له پوځ څخه د سیاست ډګر ته ور وتلی دی، د ۱۹۸۶ راهیسي د امریکا په کانګریس کې غړیتوب لري، په ۲۰۰۸ کې یې د باراک اوباما پر ضد د جمهوري ګوند په استازیتوب په ولسمشریز انتخاباتو کې ګډون وکړ.
د نوموړي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې تېره اونۍ ماکین په یوه روغتون کې د سترګې پر سر باندي د یوې غوښینې دانې عملیات وکړه، دغه دانې د نوموړي د مغزو سرطان سره اړیکه لرله.
د نوموړي په مغزو کې را ختلې دانه یا «تومور» د څلورمې درجې تومور دی چې تر ټولو ناوړه تومور بلل کیږي، د ډاکټرانو په وینا په بدن کې په ډېره چټکۍ سره خپریږي.
د جون ماکین له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې کورنۍ یې د علاج په اړه غور کوي چې کومه طریقه اختیار کړي، خو ښه علاج یې کیدای شي کیماوي او لیزري علاج وي.
نوموړی د عملیاتو وروسته له روغتونه وتلی او اوس په اریزونا ایالت کې په خپل کور کې په استراحت بوخت دی.
الحمدلله دير شه خبر دي الله دي وكي چي تول كفار په سرطان اخته شي سره د غني گنجي
الحمدلله الحمدلله الحمدلله الهم اشغل الکفرة ومن والاهم بانفسهم وخلص المومنین من شرهم