افغانستان

د طالبانو د مشر «شیخ هبة الله اخوندزاده» زوی سرتیری برید کړی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰ چنګاښ، ۱۳۹۶): د طالبانو مشر شیخ هبة الله اخوندزاده زوی «عبدالرحمن» د هلمند په ګریشک ولسوالۍ کې سرتیری برید کړی دی.

د طالبانو سرچینې وايي چې عبدالرحمن شاوخوا ۲۲ کلن وو، د شیخ هبة الله د مشر ټاکل کېدو تر مخه لا د طالبانو په «استشهادي کنډک» کې شامل شوی وو او له هغه راهیسي د خپل وار په انتظار وو.

نن ټکی اسیا ته د طالبانو د الاماره سایت مسؤول چلونکي «عمران خلیل» د نوموړي د سرتیري برید په اړه خپاره شوي لومړني معلومات تایید کړل او وې ویل چې له دوی سره یې ویډیو هم شته چې څه موده وروسته به یې خپره کړي.

ویل کیږي چې د شیخ هبة الله اخوندزاده زوی د قرآن کریم حفظ کړی وو او د طالبانو په سرتیري ګروپ کې په حافظ خالد مشهور وو.

نن ټکی اسیا ته یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې حافظ خالد (عبدالرحمن) د شیخ هبة الله اخوندزاده مینځوی زوی و، نوموړی نور زامن هم لري چې د طالبانو په لیکو کې جنګیږي.

په ګریشک کې د طالبانو د سرتیري برید انځور – سرچینې وویل چې عکاسي يې په ډرون کړې

باید وویل شي چې پرون سهار طالبانو یو ناڅاپه پر ګریشک ولسوالۍ له څو اړخونو څخه بریدونه پیل کړل چې لومړی پیل یې د نظامي موټرو «هموي» په واسطه پيل کړ کوم چې د طالبانو سرتیرو چلول او د دولتي ځواکونو په قرارګاوو کې یې دننه چاودنه ورکړه.

د هلمند امنیتي سرچینو تېره ورځ وویل چې طالبانو د ګریشک ولسوالۍ لومړی امنیتي کمربند د سرتیرو بریدونو په واسطه مات کړی دی او له څو اړخونو څخه یې د ولسوالۍ پر مرکز جګړه پيل کړې ده.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي وه چې د «سربند» لویه قرارګاه یې فتحه کړې او جګړه پر مخ روانه ده.

نوموړي نن ورځ هم نن ټکی اسیا ته په رالیږلي خبر کې ویلي وه چې د ګریشک جګړه په توندۍ سره روانه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
10 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوفان طوطاخیل

اللهم تقبل شهادته ودمائه في سبلیک یارب العالمین ، واخلف في اهله خیرامنه

الحمد لله داسلامي امارت دمشرانو زامن ټول عملي مجاهدین دي ، او داسلام دنفاذ لپاره یې هرډول قربانیو نه ځان نه دی سپمولی ، الله تعالی دي یې شهادت قبول کړي

محمد

تقبل الله شهادته واجرنا فی مصیبته واخلف لنا خیرا منه – اللهم اهلک قواة الامریکیین ومن والاهم و زلزلهم زلزالا شدیدا

سيد مصطفي

تقبل الله. كم تحريك چي داسي مشران ولري ان شاء الله كامياب او سرفراز به وي.

محمدي افغان

امیردے وے ھمداسے میڑنی دے وے لکہ زموژامیرشیخ الحدیث والتفسیرمولانا ھیبت اللہ اخندزادہ .

احمد

د امارت اسلامی محترم مشر ته په ځانګړی ډول همدارنګه ټولو نورو مشرانو ته اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته دشهید زوی مبارکی درته وایم دهغه او ټولو مجاهدینو شهادتونه دی الله رب الجلیل په خپل دربار کی قبول کړی تاسو ته دی الله ج نعم البدل ددنیا او اخرت در نصیب کړی یقیننا چی مونږ ته هر تن دمجاهدینو چی شهید کیږی همدومره سخت او دروند تمامیږی دهر شهید وینه قدرمنه ده او دوطن لپاره نه جبران کیدونکی ضایعه ده مګر ستا شهید زوی انشالله دسپیڼی ماڼی پيښی لړزولی شی دوی ته به اوس دا خبر ثابته شی چی دیو… نور لوستل »

عزيزالله عاجز

خداي ج دي دګران امير المومنين دمبارک زوي قرباني قبوله کړي
کم کسانو چي به ويل طالبان دقدرت دپاره جنګیږی نن به خپل نفس ته کوم ځواب لري دحق څخه منکر کسان دي خداي ج نور هم وشرموي

نا پيژاند

خہ دہ الحمداللہ دھغہ مزدورانو خلے بندی شوے چی بہ ئ وئیل دطالبانو زامن پہ بہر ملکونو کئی مزے کوی

عبدالواحد اڅګزۍ

آیاداشرفغنی مرتد اوشیخ ال حدیث هبه الله اخوند دملک دمشرۍ توپیر جاهل اووطن فروشان کولای سی اشرفغنی مرتد خپل مردارخواره اوحرامی اولادونه په امریکاکی ساتی اوهبت الله اخوند یی دوطن دآزادۍ دپاره قربانوی،اۍ هغو افغانانو چه په زړو کی مودایمان زره سته له شیخ الحدیث سره بیعت وکۍ اودالله په لارکی دطالبانوسره وږه پروږه له کفارو څخه دملک دآزادۍ دپاره په سراومال وجنګیږۍ ،دالله څخه وبیریږۍ،دادنیایوښایست اوامتحان دۍ اصلی ژوند ابدی ژوند اوآخرت دۍ ،له موقتی دنیاتش خالی لاسونه مه ځۍ.په احترام عبدالواحداڅګزۍ

الحاج استاذ بیانزی

په رښتیا هم د یوو یشتمی پیړی ( اخری پیړی ) د شهیدانو سپه سالار وو ، تر ابراهیم ع او اسمعیل ع له قربانیو یی زده کړه تر لاسه کړی ، هر اول کار تر اخری کارو ستونزمن وی ، مګر هغوی د الله ج غوره شوی او نازولی پیغمبران وو د هغوی د تقوی او انسانی خلافت مقام ته ملایکی به سجده شوی ، مګر هغه قربانی د هغوی په قربانیو خلاصه نه شوه هغه د الله ج مطمنو انسانانو ته د عبرت زده کړه وه . هغه یواځی د خوب لیده او خوب یی په رښتیاوو بدل… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

زه خو دروند مشر ملاصاحب ته د دغه ستری ابراهیمی قربانی مبارکی وایم ، شاهدی ورکوو چه تاسی او ستاسی رشتونی ځوی اسمعیلی قربانی ورکړه ، د څه د پاره چه مظلوم بشریت د دجال له وحشی او خونړی ظالمو منګلو وژغوری ، دا یی د نورو د قربانیو د باره بی توپیره د عبرت زده کړه وه ، تاسی په ډاګه کړه چه مشری مو په سرمایه زیاتولو او د پاډی ګاردانو به زیاتوالو او شغال مقام زیاتولو نه وه ، او اولادونو مو ستاسی په قدم او ستاسی په عالمانه لار ښودنو عمل وکړو ، الله ج دی… نور لوستل »

Back to top button
10
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x