ګریشک: امریکايي ځواکونو په بمبار کې په لسګونو افغان عسکر وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰ چنګاښ، ۱۳۹۶): د هلمند ولایت په ګریشک ولسوالۍ کې د امریکایانو په بمبار کې په لسګونو دولتي ځواکونه وژل شوي دي.

د هلمند والي حیات الله حیات د پيښې تایید کړی دی او رسنیو ته یې ویلي چې نن غرمه په ګریشک ولسوالۍ کې امریکايي ځواکونو په تېروتنه پر دولتي ځواکونو بمبار وکړ چې له امله یې پولیسو ته درنده مرګ ژوبله واوښتله.

د ګریشک امنیه قومندان څارمن محمد اسماعیل خپلواک هم رسنیو ته ورته معلومات ورکړي دي او ویلي يې دي چې په بمبار کې د یوه قومندان په ګډون یو شمېر پولیس وژل شوي دي.

خو ځینو نورو امنیتي سرچینو ویلي چې شاوخوا ۱۵ پولیس وژل شوي دي.

امریکايي ځواکونو هم منلې ده چې په ګریشک ولسوالي کې يې په تېروتنې پر دولتي ځواکونو بمبار کړی دی چې په اړه یې پلټنې رواني دي.

د طالبانو سرچینو ویلي چې په دغه بمباریو کې لږ تر لږه ۳۰ تنه عسکر وژل شوي دي.

یوې سرچیني نن ټکی اسیا ته د ګریشک څخه وویل چې د ګریشک په پارچاو سیمه کې امریکایانو هغه مهال بمبار وکړ کله چې دولتي ځواکونه سره را ټول شوي وه او یوه مهمه غونډه روانه وه چې له امله یې په وینا په لسګونو عسکر ووژل شول.

خو د هلمند والي حیات ویلي چې دولتي عسکر وروسته تر هغه د امریکايي ځواکونو له لوري په نښه شول کله چې يې په ګریشک کې یوه سیمه تازه د طالبانو څخه ونیوله، امریکایانو ته معلومات نه وه چې سیمه تصفیه شوې.

د طالبانو پر وېب پاڼه الاماره باندي په خپور شوي خبر کې ویل شوي چې د ګریشک په پارچاو سیمه کې د ټولې ولسوالۍ عمومي مشر قومندان محمد ولي اکا، قومندان ناصرک، قومندان عبدالله جان او قومندان محمد ویس په شمول ۶۰ تنو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

باید وویل شي چې له تیرې ورځې راهیسي په ګریشک ولسوالۍ کې په توندۍ سره جګړه روانه ده چې له امله یې دواړه لوري یو بل ته د درندو تلفاتو اړولو ادعاوي کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سيد مصطفي
میلمه
سيد مصطفي

الله سبحانه وتعالي خپل غضب باندي گريفتار كري ان شاء الله

مرادى
میلمه
مرادى

الحمدلله افرين سه په زړه پورى کارَ يي کړى
وکاوى دکفرغلامى ړندو خلکو وګورى ستاسودوستانو سه وکړل هميشه يى تاسى بمبارګړى ياست