نظــر

د طالبانو بدلیدونکي او نااټکله جنګي تاکتیکونه

أبو عابد

د نظامي چارو د پوهانو په قول د جګړې د ګټلو لپاره له مورال او عالي روحیې وروسته دوهم مهم شی جنګي تاکتیک دی چې که هر اړخ د نویو او اغیزناکو تاکتیکونو د مطرح کولو او تعمیل استعداد ولري په جګړه کې به یې لاس هم بر وي.

تېر کال په اکتوبر کې چې طالبانو د دوهم ځل لپاره کندز ښار ونیو، له یوه کندزي طالب نه مې پوښتنه وکړه چې طالبان څنګه وتوانیدل په داسې ناڅاپي ډول دومره پراخ او مؤثر عملیات ترسره کړي؟نوموړي خورا حیرانوونکی ځواب راکړ. ویې ویل:په دې ځل اصلا موږ له وړاندې څخه د کندز د مرکز د نیولو کوم پلان نه درلود بلکې دغه عملیات د یوه جنګي تاکتیک په ډول عملي شول چې په پای کې د کندز د مرکز په نیولو منجر شول. په داسې ډول چې تر دې څو ورځې مخکې د کابل حکومت په کندز کې د پراخو عملیاتو اعلان وکړ، دوی په سلګونو ټانګونه او نظامي وسایط له ګڼ شمیر عسکرو سره کندز ته راوستل او بیا یې د دشت ارچي له ولسوالۍ څخه عملیات پیل کړل. حکومتي قواوو چې دشت ارچي ته یې د کندز ټول قوت ورټول کړی و، که طالبانو یې په وړاندې مخامخ جګړه کولای شاید اولسي خلکو ته دروند زیان رسیدلی وای او د طالبانو د تلفاتو او وسلو د ضایعاتو کچه به هم زیاته وای. نو ملا عبدالسلام اخند د حکومتي قواوو د عملیاتو شنډولو لپاره عجیب تاکتیک وکاراوو، په داسې حال کې چې د عسکرو ټوله توجه دشت ارچي ته وه او خپل ټول ځواکونه یې هلته لیږلي و. ملا عبدالسلام اخند په یوه عاجل اقدام سره په شپه شپه کې د کندز په ښار د برید پلان چمتو کړ، سلګونه طالبان یې مجهز کړل او د کندز په ښار یې ناڅاپي برید پیل کړ. دغه کندزي طالب ویل تردې وړاندې په دشت ارچي کې په طالبانو فشار خورا زیات و، خو چې کله موږ په کندز ښار برید پیل کړ، شیبه وروسته مو په دشت ارچي کې له خپلو ملګرو حال وپوښت، هغوی ویل چې حکومتي ټانګونو ټولو شاتګ شروع کړی او دکندز د مرکز په خواپه ځغاسته دي، دا وخت حکومتي قومندانانو تر خپل منځ په مخابرو کې همدا چیغې وهلې چې د دشت ارچي عملیات فسخ کړی او د مرکز دفاع وکړئ چې له سقوط سره مخامخ دی. په دې ډول طالبان وتوانیدل په یوه اسانه تاکتیک سره نه یوازې د مخالف جهت د میاشتو میاشتو عملیاتي پلانونه په اوبو لاهو کړي بلکې په روحیه، نظم او دسپلین یې هم کاري وار وکړي.

په دې وروستیو ورځو کې حکومتي قواوو په بغلان او د هلمند په ناوه ولسوالۍ کې جنګي عملیات په لار اچولي وو.

چې په ځینو ځایونوکې خو یې د پرمختګ دعوه هم کوله. مګر طالبانو په څو ورځو کې د هیواد په ګوټ ګوټ کې د تهاجمي عملیاتو یوه داسې لړۍ را پیل کړه چې اوس یې د اشرف غني له جنرالانو لاره ورکه کړې.

همدا اوس په کندز، بغلان، فاریاب، هلمند،زابل، غور او بدخشان ولایاتو کې د طالبانو پرمختیایي بریدونه روان دي. د فاریاب پارلماني وکیلان چیغې وهي چې هلئ فاریاب سقوط کوي، د کندز او بغلان لاره طالبانو نیولې،د هلمندپه ګرشک کې طالبانو په یوه ورځ تر شل زیاتې پوستې او پوځي مراکز نیولي. حکومتي قواووې چې دغه جنګي بهیر یې پيل کړی و اوس یې تهاجمي موقف بایللی او په هر استقامت د شاتګ په حال کې دي.

دغه وضعیت ثابتوي چې دطالبانو جنګي ستراتيژۍ او تاکتیکونه د مخالف جهت په پرتله په مراتبو قوي، اغیزناکې او په دقت طرح شوي دي. د طالبانو تاکتیکونه همیشه بدلیږي او په داسې نوي شکل ظهور کوي چې مخالف جهت یې هیڅ اټکل نه شي کولای. چې همدا یې په جګړه کې د برلاسی یو راز هم دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x