نظــر

سر ساتونکي، سرتېري!

د کرزي په بلواکه رژیم کې د هر بل دولت په څېر د هېواد ساتنې پر نوم نظامي ځواک ته بې درېغه اړتیا احساسېده، دیو دولت لپاره په نظامي برخه کې د ځوانانو جلب او جذب ډېره ضروري خبره ده. او په دې برخه کې ځوانان باید د احساس او مسوولیت له مخې جذب شي.

په اوسني بلواکه رژیم کې د اردو، پولیس، نظم عامه، ملي امنیت، اربکي او… د ځوانانو جذب دتبلیغاتو په شور کې د دې ځوانانو کورینو ته په غوږونو ویلي کړي سرپ ورتوی کړل.

که کله د دې مفسد رژیم له کوم ځیره خور مدافع سره په بحث کې ښکېل شي، سمدلاسه وايي چې دوی د مجبوریت له مخې دندې ته ورغلي، طالبان بد کوي، چې دا دمجبوریت او ډوډۍ ګټلو لپاره ورغلي ځوانان قتلوي.

جالبه داده چې دې ځوانانو ته په رسنیو کې او هم ددوی له خولې د (سرتېري) کلمه کارول کېږي، د کرزي په ډلګۍ کې له ډېرو ملي ارزښتونو سره لوبې وشوې، کرزي په ټوله مانا د افغانانو ملي دود (جرګه) وشرموله، د (ملي) کلمې نه یوه تبلیغاتي وسیله جوړه شوه. دې دمجبوریت په اساس راغلیو ځوانانو ته هم دوی ملي اردو(!) وايي، دوی دا ځواکونه دهېواد ساتنې پر نامه یادوي، او داسې تبلیغوي چې دوی به له خپله سره تېرېږي خو خپلې دندې ته به ژمن وي، ځکه خو ورته سرتېری وايي. مګر دوی داسې سرتېري دي، چې خپل سر په ډېر لوړ قېمت هم نه ورکوي.

ځکه خو چې په دې وروستيو کې د کونړ په غازي اباد کې شاوخوا شل تنه په اصطلاح ملي اردو ووژل شول، نو په ټول هېواد کې يې تبلیغاتو زور ونيو، پرلپسې يې داسې تبلیغوله چې دا یو ستر بشري جنایت دی!!!

په داسې حال کې چې تر دې څو ورځې وړاندې د ننګرهار په خوږیاڼو کې همدې ملي اردو(!) د خپلو بادرانو په ملتیا شاوخوا شپاړلس تنه طالبان شهیدان کړل، چې د دوی شهادت يې څو ځله له خپلو غلامو رسنیو نه د یو ویاړ په توګه خپور کړ، خو کله چې د دوی سرتېري(!) ووژل شي، جنایت یې بولې، په داسې حال کې چې شهیدان(!) يې هم بولې، مګر دا شهادت دوی ته لوی غم ښکاري، د دې پرځای چې پرې ووياړي، دوی پرې غمجن دي!

د کرزي ددې بلواکه رژیم هر پوست او هره طبقه د مجبوریت او خپلو شخصي اهدافو لپاره جوړه شوې ده، د همدې ملي (!) اردو ځوانان په خلاصه خوله دا اعتراف کوي، چې دومره کسه کورنۍ لرم، مجبور یم چې ډوډۍ ورته وګټم، دوی د معاش لپاره خپله میاشت اړوي، دوی لسګونه ماتې مني خو خپل مرګ نشي منلای، ځکه چې میاشت يې پوره کېږي او دمعاش اخېستو وخت يې رانږدې کېږي.

د یو مجاهد دې خولې خبره ده، چې پولیس او اردو په پنځه دقیقه ای مقاومت پنځه موټرې خوشي کوي، خو ځان روغ باسي. په داسې حال کې چې د یو هېواد سرتېري باید په پوره مانا سرتېري وي، هغو ی باید شعوري دې کارته د مسوولیت او احساس له مخې را وړاندې شوي ، هغوی باید خپله شتمنې تر دندې ځار کړي، نه دا چې هغوی دا دنده د پیسو ګټلو لپاره کوي، څوک چې پیسې ګټي هغه باید ژوندی پاتې شي او څوک چې ځان ژوندی غواړي هغه جنګ نشي کولای او چې څوک جنګ نشي کولای هغه به تل ماتې خوري او بريا به دهغوی وي، چې د لکونو پیسو په کیسه کې هم نه وي، خپلې کورنۍ او خواږه ژوند ته خدای پاماني وايی او آن په ځان پورې باروت تړي.

ډاکټر عطا محمد رحيمي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x