شعـــــرونه

غزل/ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

نیولې مې په ستوني کې ژړا غوندې خندا هم
دا څرنګه عذاب دی او تر څو به راځي لا هم!؟

قاتل تر کلیمې وروسته وژلی یمه بیا هم
او کړې مې ورته تېرې د اسلام پنځه بِنا هم

کمزوري ایمان څنګه مجاهد یرغل ته ټیټ کړ
همدا بلا وهلی شي زما په څېر ملا هم

تر څو به د مرګي او زنده ګۍ تر منځه ګیر یم
تر څو به رانه لرې وي صحرا هم او لیلا هم!؟

ویل یې د ګرمۍ روژې دي، څنګه یې جانانه!؟
ویل مې بس تېرېږي ستا یادونو غوندې دا هم

دا غونډه منډه خوله او دا اوبه اوبه غومبوري
له دین نه سړی باسي ستا نازونه او ادا هم

منمه څه ناڅه ملامتي به وه زما هم
خو ډېره ناروا او ناجایزه وکړه تا هم

دا ستا له جنتي غېږې قربان دی “خدرخېل” او
قربان شه ترې څلور کونجه دنیا او مافیها هم

ــــــــــــــــــــــــــــــ
جانان خدرخېل

۱۳۹۶/۴/۲۸

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x