
طالبانو د بغلان «ګذرګاه نور» ولسوالۍ ونیوله
نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰ چنګاښ، ۱۳۹۶): له تیرو څو ورځو جګړو راهیسي طالبان وتوانېدل چې په بغلان ولایت کې د «ګذرګاه نور» ولسوالۍ مرکزي ودانۍ، امنیه قومندانۍ او ټول دولتي تاسیسات تر خپلې ولکې لاندي راولي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته وویل چې نن د جمعې په ورځ طالبانو د بغلان ولایت د ګذرګاه نور ولسوالۍ پر مرکز او شاوخوا پوستو ډله ییز بریدونه تر سره کړل چې په ترڅ کې يې ولسوالۍ په بشپړه توګه ددوی تر ولکې لاندي راغله.
نوموړي د ولسوالۍ اړوند د هغو سیمو د نیولو دعوه هم وکړه چې مرکز ته نیژدې دي لکه د «جراب دره، د مکتب کلی او نیک کلی».
که څه هم د بغلان ولایتي چارواکو په دغه ولسوالۍ کې د جګړو او تلفاتو خبرونه ورکړي وه خو تر اوسه یې د ولسوالۍ د سقوط په اړه څه نه دي ویلي.
باید وویل شي چې نن ورځ طالبانو د کندز ولایت خان اباد ولسوالۍ پر مرکز هم څلور اړخیز بریدونه پيل کړي وه چې له امله یې ولسوال حیات الله امیري د کندز پر ولایتي چارواکو غږ کړی وو چې ژر تر ژره دي کومک ور ولیږي کنه ولسوالۍ به سقوط وکړي.
دنوموړي په جواب کې د کندز والي ویاند سیدمحمود دانش رسنیو ته وویل چې طالبانو د کندز – خان اباد لاره تړلې، دولتي ځواکونه به لومړی هغه لاره خلاصوي بیا به وکولای شي چې خان اباد ته ځواکونه ولیږي.