نظــر

غم ده د لالي په سر مسته دې تازه ګرځي

مولوي احمدالله حسین خیل
دغه دپښتو متل دښځو په اسلامي حقوقو کې ډېر ښه تطبیق خوري؛ دښځو دحقوقو درواغجن مدعیان تل چیغې وهي او په اسلام تورونه لګوي چې اسلام ښځو ته حقوق نه دي ورکړي خو دښځو دحقوقو غوښتلو په پلمه دښځو دحقوقو غاصبین دي ترشا نورې ارادې لري .

دښځو حقوق په مبارک اسلام کې تر هر چا او هر باطل دین څخه په غوره والي کې ډېزیات توپیر لري زه خو وایم چې الله جل جلاله نیمه بادشاهي ورکړې ده او ستر عزت یې ورپه برخه کړی،

په اسلام کې که فکر وکړو خاوند یې دخپلې مېمنې له پاره مزدور مقرر کړی، خو متأسفانه چې سیکولران یې له دغه ویاړلي مقام څخه باسي او دجهالت تورو تیارو کې ورته حقوق لټوي؛ چې هيڅکله به اسلام ته ورته حقوق پیدا نه کړي او نه به هم آرام ژوند ورپه برخه کړي؛ هغه دښځو حقوقو غوښتونکي په اصل کې حقوق ترې اخلي او دجبر، ظلم، وحشت او دبي عزتي میدان ته یې راکاږي .

الله جل جلاله په مېرمنې باندې دا دوه حقوق لازم کړي چې دخاوند اطاعت
او دکور څوکیداري؛ باقي تمام حقوق یې په خاوند مقرر کړي دي، نفقه یې په خاوند ده، لباس یې په خاوند ده داولاد نفقه یې په خاوند ده خلاصه داچې دمېمنې ټول ضروریات په خاوند دي؛ داجې ښځه په کور کې نور کارونه کوي هغه له خاوند احسان ده. کالي مینځل، ډوډۍ پخول، کور صفایي کول، او دماشوم خدمت کول هیڅکله په ښځې لازم نه دي .زنانه دې په دې پوه شي چې نړیوال غربي تهذیب ورنه حیا عزت او اسلامي حقوق په خوږه ژبه اخلي؛ خو پام چې دالله ج دا توصیه په پام کې وساتئ:

” تاسو په کور کېنئ دجاهلیت دزمانې عادتونه مه کوئ ” ستاسو ضروریات به ستاسو په کورکې پوره کیږي. دجاهلیت په زمانه کې چې له ښځو سره کوم ظلم او وحشت کیده هغه درپه یاد کړئ چې د مرض [حیض، نفاس] په موده کې به په توره کوټه کې اچول کېده خبرې ورسره نه کېدې دځناورو څخه یې هم حیثیت کم و؛ چې داسلام په سپېڅلي دین کې له دې ناوړه چلند څخه په امن شوئ او دحیاء عزت زندګي در په برخه شو.

کفار تل په دې هڅه کې دي چې دمسلمانانو پتمنو مېرمنو څخه دحیا او عفت جامې وباسي او دسر سپېڅلې لوپټه ورنه کوزه کړي او سرتورې یېکړي په لوی لاس دغه درکړې بادشاهي په غلامۍ مه بدلوئ او دالله جل جلاله له عذاب څخه وبېرېږئ!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x