افغانستان

د ولایتي شورا غړی: طالبانو د قومندان په ګډون ۳۰ محلي پولیس وژلي دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰ چنګاښ، ۱۳۹۶): د بدخشان ولایتي شورا غړي «کامل بیک حسیني» رسنیو ته ویلي چې نن د جمعې په ورځ سهار طالبانو د تګاب پر ولسوالۍ برید وکړ چې له امله یې د یوه قومندان په شمول ۳۰ تنه محلي پولیس ووژل شول.

نوموړي ویلي چې طالبانو د یمګان ولسوالۍ له لوري پر تګاب ولسوالۍ برید وکړ چې له امله یې دولتي ځواکونه شاتګ ته اړ شول، خو طالبانو ورته شاته کمین نیولی وو چې ټوله یې اسیر او بیا یې ووژل.

د بدخشان ولایت امنیه قومندانۍ ویاند احمد زاهد عمري په یاده سیمه کې د طالبانو سره د جګړو خبر ورکړی دی او ویلي يې دي چې دولتي ځواکونو او طالبانو دواړو ته تلفات اوښتي دي خو د دقیقو شمېرو د ورکولو څخه یې ډډه وکړه.

طالبانو هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ددوی جنګیالیو د بدخشان ولایت په تګاب ولسوالۍ کې ۱۲ غټ او مهم کلي له دولتي ځواکونو څخه تصفیه کړه او د جګړې پر مهال یې ۳۲ تنه عسکر ووژل چې د اکثرو جسدونه د جګړې په ساحه کې اوس هم پاته دی او یو شمېر یې نور ټپیان کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې طالبانو ته په دغه جګړه کې خورا ډېره وسله هم په لاس ورغلې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد حذیفه

زه خو وایم دې طالبانو اوس له دوی نه داسی لاره ورکه کړی چی نه پوهیږی اوس څه وکړي حتی د طالب له نوم سره یی الرجی پیدا شوی نو ځکه اوس ورته پخپلو مزدرو رسنیو کښې اکثره د طالب په ځای د وسلوالو مخالفینو، حقانی شبکی، ترورستانو او داسی نورو اصطلاحاتو او کلماتو نومونه کاروی چی ددی تر شا هم ددوی لوی فساد نغښتی ده.

نا پيژاند

منن حذیفه صاحب

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x