نړۍ

امريکايي محکمې ګوګل ته امرکړی چې يوټيوب نه دې اسلام سپکوونکي فلمونه لرې کړي

امريکايي رسنۍ واي چې، يو محکمې ګوګل کمپنۍ ته امر کړی چې، له يوټيوب نه دې هغه فلمونه لرې کړي چې، د اسلام سپکاوی پکې شوی وي.

ويل کيږي يوې امريکايي هنرمندې “سنډي لي ګارسيا” محکمې ته عريضه کړې وه چې، دې دا فلم د بل هدف لپاره جوړ کړی وه او د فلم کمپنۍ د فلم غږ وربدل کړی چې، له امله يې د دې ژوند په خطر کې دی.

د دغې قضيې د درې قاضيانو له ډلې دوو يې دا فيصله وکړه چې بايد دغسې مواد له يوټيوب څخه لرې کړای شي.

د يادونې وړ ده چې، د اسلام ضد يو فلم “انوسنس اف مسلم” نومي فلم کې  د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د مبارک شان توهين شوی و چې، له امله يې د نړۍ ټول مسلمانان راپاريدلي و او يو شمېر مسلمانو هيوادونو لکه افغانستان، پاکستان، بنګلاديش، او سوډان کې پر يو ټيوب بنديز لګيدلی و او تر اوسه بند دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close