نظــر

د یوویشتمې پېړۍ ابراهیم او اسماعیل! 

ظریف افغان

شیخ اخندزاده صاحب ثابته کړه چې په دې عصرالفساد کې د ابراهیمي سنت پيرو او احیاګر دی. همداسې شهید حافظ عبدالرحمن هم ثابته کړه چې د دې ابراهیم تر ذبیح اسماعیل کم نه دی!

موږ په یوویشتمه پېړۍ کې د ابراهیم او اسماعیل ژوندۍ کارنامه ولیده!

پرون د طالب مشر شیخ هبة الله اخندزاده زوی حافظ عبدالرحمن ګرشک کې سرتېری برید وکړ. دې پېښې سخت ټکان راکړ. داسې پېښه راته د توقع خلاف وه.

کله چې شیخ هبة الله د امارت مشر وټاکل شو بعضې مطبوعاتو ولیکل چې د خپل زوی نوم یې د فدایانو له لیست څخه ویستی دی. د طالبانو اړوندو مطبوعاتو هم څه ونه ویل. اوس چې دا کار وشو نو ثابته شوه طالبان د کار خلک دي نه د شعار!
طالب مشرتابه دنیا ته وښوده چې څومره هغې لارې ته متعهد او صادق دی چې ادعا یې کوي.

طالب نه ماتېږي!

دې پېښې له پرون راهیسې هک پک حیران کړی یم.

تاریخ چپه ګرځېدلی؟

ابراهیمي دور او اسماعیلي ایثار راژوندی شوی؟

دا څوارلسمه هجري پېړۍ ده که د رسول صلی الله علیه وسلم د مبارک ژوندانه پېر؟

دا طالبان د یوویشتمې پېړۍ وګړي دي که د خیرالقرون؟

دا څه چې اورم دا رښتیا دي؟

دا به حقیقت ولري؟

که دغسې وي، نو لا هم داسې د تقوا، ایثار، صداقت او تعهد هستې او څېرې شته چې د تاریخ څرخ چپه ګرځوي، په څوارلسمه پېړۍ کې داسې قربانۍ ته تیارېږي چې د دې پېړۍ وګړو ته یې منل سخت وي!

ټولو طالب مشرانو عجیبې او غریبې افسانوي پېښې په خپل نامه د تاریخ په زرینو کرښو کې خوندي کړې. زه چې د درېواړه طالب مشرانو د ژوند په اړه لېوالتیا لرم، له ملګرو پوښتنې کوم، ورپسې لټېږم، د هر یوه په اړه داسې نادرې ناولده اورم چې ويښته مې څک ودرېږي!

داسې څه اورم چې د فساد پر زمانې يې بې باوره کړم. نه، په دې زمانه کې هم د پیغمبري دور څرکونه شته، د ابراهیم او اسماعیل لښکریان لا هم شته، دا مبارزه به رنګ راوړي، دا مبارزه به د بریا تر ساحله رسېږي. دا مبارزه نه ناکامېږي. دا مسیر نور شکست نه پېژني. دا ځکه چې کله د امیر او فقیر زوی دواړه قرباني شي، بیا نو د د دې صف د ماتېدو خبره خیال و محال و جنون دی.

دا قرباني په دې مبارزه کې اوله نه ده او اخره به هم نه وي. په دې مبارزه کې د مولوي صاحب جلال الدین حقاني څلور زامن قرباني شول، د استاد یاسر تنکی زوی شهید شو، ملا صاحب مرحوم له دارو درملو لرې مرګ ته ځان وسپاره خو معامله یې ونه کړه، منصور صاحب فشارونو ته تسلیم نه شو خو ځان یې قرباني کړ!

د دې مسیر دا تصویرونه دومره ډېر دي، چې یوازې د دوی الهام کافي دی چې وروستي نسلونه د دین او وطن لپاره له مبارزې په شا نه شي.

زموږ ویاړلیه تاریخه مبارک شه!
نن دې بل زرین باب ثبت کړ!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد حذیفه

واقعیت ده واقعیت محترم لیکوال صاحب مونږ هم ستاسو دا لیکنه سل په سله تائیدوو جزاك الله خیرا. الله پاک دې ددی سپیڅلی شهید او ټولو شهیدانو وینی چی پدی سپڅلی لاره کښی یی د حق د بری لپاره تویی کړی پخپل دربار کښی قبولی او مقبولی وګرځوی او فتح او بری دې د واقعی اسلام او مسلمانانو په نصیب کړی آمین یارب العالمین. وسلام

محمد لوګرى

کله چى دامارت ريس الوزرا ملا محمد ربانى رحمه ال دعربى اماراتو ته دتداوى لپاره لاړ نوعربو شيخا نو ورته زيات رقم نقديه مرسته دده لپاره شخصى ورکړه خو کله چى هيواد ته ستنيژي قندهار کى يي اميرالمو منين ملا محمد عمر مجاهد ته سپارى چى بيت المال ته وقف شوه امير المومنين ورته وايي څه اندازه درسره واخله داستا حق ده دبچو نفقه به يي کړى ملا محمد ربانى ورته وايي عمر مى ټ ول په مسکنت کى را تير کړو نه غواړم دعمر په اخر کى بډاى شم نو دلته دصحا به کرامو رضوان الله عليهم اجمعين کو… نور لوستل »

احمد

ظریف افغان صاحب کور دی ودان په رشتیا هم همداسی ده کوم چی تا په خوندوره لیکنه کړی ده۰امریکایان او دهغه ټول ګوډاګیان به اوس په دی خبره یو ځلی بیا پوه شی چی ددی سپڅلی عقیدی او ددی هوډمن کاروان په شاتګ او مهارول څه اسانه کارندی او ددی کارنامی په کولو سره به تمام کفار کوته په غاښ ونیسی او زړونه او امیدونه به یی ور مات کړی ان شاالله

الحاج استاذ بیانزی

انا لله و انا الیه راحعون . د دی ایت ترجمه او تفسیر لنډه ترجمه خو یی همدا جه مونږ د الله ج له خوا له همدی خاوری شته شوی او ژوندی شوی او هماغه الله ج ته به ورګرځو یعنی همدغه خاورو ته به واپس کیږو . تفسیر : الله ج فرمایی جه مونږ دا هر څه چه خلق کړی او یا یی پڼاه کوو د هیڅ او ساعت تیریو د پاره نه دی بلکه هره کړنه کی ډیری ګټی او له عبرت ډکی زده کړی او حکمتونه نغښتی دی . د انسانی ژوند او مرګ کی هم بی… نور لوستل »

اورتور

ددې ښایسته ؤ نارک بریتو ځوانانو دلیډرانو بی ماننده عظمت ته هم سړی ګوته په غاښ پاته سی ، چی دا څومره پولادینه أراده یی ده !!!

pattang

الله پاک دې فردوس جنت ورته ورکړي هو هغه غیرتي مسلمان وو او ځان یې د هیواد په لاره کې داسې قربان که لکه نور په زرګونو فدایان او زما دزړه سرونه چې هر وخت مې په یاد راشي ژړا راشي تر اوسه یې په یاد کې غرق یم .
دلته ګورۍ چې د مسلمان حرکت څرنګه دی ! دامیر زوی او دغریب زوی فرق نلري !۱
الله پاک دې مشر ملا صیب ته دړه صبر او دجهاد نوره قوه ورکړي چې په اشغالګرو او فاسدو ګوډاګیانو یې مځکه اور کړي !۱

یو

دپاکستان لپاره څان وژل

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x