شعـــــرونه

غزل/ صالح محمد مسروري

صالح محمد مسروري

چي ديتيم غمجني سترګي تل نمجني ښکاري
له دې بې رحموانسانانوګيلمني ښکاري

دفراق درد يې پرزړګي لکه اره تېريږي
ځکه يې اوښکي له بڼونه ترلمني ښکاري

هره معصومه سلګکۍ يې زړه کي دردزېږوي
دژوند پړاو يې بې اسرې اوبې روزني ښکاري

دشپې يې هجراوسهاريې بې وسي ژړوي
ټولي شېبې يې دغم ډکي اودردمني ښکاري

په بل وطن کي خيرات غواړي په چاودلوشونډو
څنګه موخواري هادرنې درنې مېرمني ښکاري

ښکلاوي لوټ سوې دوطن مازديګري غمګين دي
اوروسوځلي دچندڼ اوچناروني ښکاري

ای مسروري بيادي دکوم شهيدبچی ليدلی
چي دغزل ټولي کړۍ دي بياغمجني ښکاري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x