د ويسټ انډيز د دورې له پاره دپاکستان دکرکټ ټيم ونومول سو

pakistan_vs_srilankaنن ټکی آسیا: پاکستان کرکیټ بورډ نن د ویسټ انډیز ددورې لپاره خپل د لوبډلي اعلان وکړ.

په دغه لوبډله کې به د پاکستان وتلی وکټ کیپر کامران اکمل، عمر ګل، یونس خان او عبد الرزاق نه وي شامل.

د کامران اکمل په اړه د پاکستان دغوراوي مشر محسن خان وویل چې نومړي په ورلډ کپ کې ښه ریکارډ نه درلود ځکه مو وغوښتل چې ځوانانو ته چانس ورکړو.

په یوه میاشتني سفر کې چې د 18 اپریل نه پيل کیږي، تمه کیږي چې پاکستان به د ویسټ انډیز سره یو شل اوریز، پنځه 50 اوریز او دوه تیسټ لوبي وکړي.

افریدي به په تیسټ لوبو کې ګډون ځکه نه کوی چې ددغي لوبي څخه پروښ کال لا نومړي استعفاء اعلان کړې وه، د ټيسټ لوبډلي مشري به مصباح الحق کوي.

د ورلډ کپ څخه وروسته چې پاکستان یې سیمي فاینل ته ځان رسولی وو، دا اوله مقابله ده.. په ورلډ کپ کې د زړو لوبغاړو د ناکامی وروسته د پاکستان کرکیټ بورډ او شاهد افریدي غواړي چې ځوانانو ته وار ورکړي چې ځان ثابت کړي، او په نړیوال کرکیټ کې ځانته مقام ترلاسه کړي.

د شل اوریز او پنځوس اوریز لوبغاړي په لاندي ډول دي:

Shahid Afridi (captain), Mohammad Hafeez, Ahmed Shahzad, Taufiq Umar, Usman Salahuddin, Misbah-ul-Haq, Asad Shafiq, Umar Akmal, Abdur Rehman, Saeed Ajmal, Tanvir Ahmed, Wahab Riaz, Junaid Khan, Hammad Azam, Aizaz Cheema, Mohammad Salman.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.