افغانستان

طالبانو د حصارک په اړه د کورنيو چارو د وزارت خبرپاڼه درواغ وبلله

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د کورنيو چارو د وزارت هغه خبرپاڼه بې اساسه او درواغ وبلله چې د ننګرهار حصارک ولسوالۍ کې یې ۵۷ طالب وسلوال وژلي او له طالبان يې له سيمې شړلي دي.

مجاهد وايي چې د کرزي اداره د بې اساسه او درواغه خبرو له لارې غواړي ولس او خپل مشرانو ته لافې و وهي چې، ګواکې دوی پر طالبانو غښتلي دي.

مجاهدوايي چې، په حصارک کې د لومړۍ ورځې په جګړه کې دوه اربکې قومندانان “انور” د ازرې او “ګل پاچا” د حصارک ولسوالۍ يې سره له څوارلسو پوليسو او اربکيانو وژلي دي. مجاهدزياتوي چې، په دغه جګړه کې د دوی شپږ ملګري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

مجاهد د چارواکو هغه ادعا په کلکه رد کړې، چې حصارک ولسوالۍ يې له طالبانو پاکه او ټاکنو ته يې زمينه برابره کړې ده.
مجاهد يو ځل بيا له رسنيو غوښتي چې پخپله دې سيمې ته ورشي او د سترګو ليدلي حال فيصله دې وکړي چې، ايا په رښتيا هم سيمه له طالبانو پاکه شوې او که اوس هم په سيمه کې د طالبانو واک چليږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close