دیني، سیرت او تاریخ

د نبي علیه السلام ځانګړي خصوصیات او غوره توبونه – څلورمه برخه!

کتاب: غایة السول في خصائص الرسول

ژباړه: م. حمد الله (دانشمند)

شپاړسمه مسله: محمد (صلی الله علیه وسلم) به لومړی شخص وي، چې د جنت دروازه به پرانيزي.

اوولسمه مسله: محمد (صلی الله علیه وسلم) به د بشر د ټولې جامعې مخینه څېره وي. امام رافعي هم په دې خبر ټینګار کړی، دا راز د مسلم په حدیث کې له “ابو هریرة” – رضی الله عنه – نه روایت شوی؛ خو د بخاري او مسلم په اتفاقي حدیث کې راغلي: ” زه به د ټولو خلکو سید ( مخور) یم په ورځ د قیامت”. یاد حدیث، امام بیهقي و دواړو امامانو ته منسوب کړی، د “لافخر” قید په ګډون.

نوټ: “سید” په عربي کې هغه چا ته ویل کېږي، چې د قوم په پرتله د ده مقام ستر وي….

اتلسمه مسله: محمد (صلی الله علیه وسلم) تر ټولو ملائکه و غوره دی.

نولسمه مسله: محمد (صلی الله علیه وسلم) هغه مبارک شخص دی، چې د نور پیغمبرانو په پرتله ډېر پیروان لري.

شلمه مسله: د محمد (صلی الله علیه وسلم) زړه نه ويده کېده، نوموړی ویاړ پر ټولو انبیاوو الله پاک لورولی و.

یوویشتمه مسله: محمد (صلی الله علیه وسلم)
لکه چې مخته یې څه ليدل؛ شاته یې هم لیدل.
یوه عجیبه کیسه:

زاهدي د “قدوري” شارح، د “قنیة” مصنف په “الرسالة الناصریة” کې لیکلي: د نبي علیه السلام مبارک د اوږو په مینځ کې دوې د ستنې د سپم په څېر وړې سترګې وي، چې په هغوی یې شاته زمکه ليده، جامو یې هم د لیدو موخه نشوای نیولای. په یاده رساله کې دا هم راغلي: محمد – صلی الله علیه وسلم – د زرو/درې زرو معجزو څښتن دی. په یاده رساله کې دا هم راغلي: نبي علیه السلام مبارک د اوښ په کومي کې یوه خورما وکرله؛ سمدستې زرغونه شوه؛ حاضرو خلکو ترې میوه وخوړه؛ خو چې د الله پاک په علم کې به مومن و، هغه ته خوږه لګېده او څوک چې د هغه (جل جلاله) په علم کې مومن نه و؛ د هغه په خوله کې ډبره وګرزېده – والله تعالی اعلم.

دوه ویشتمه مسله: د محمد – صلی الله علیه وسلم – نفلي لمونځ په ناسته، له ولاړي سره یو شانتې و. د نورو د ناستې نفلي عبادت له ولاړي سره په نیمایي پرتله شوی.

درویشتمه مسله: محمد – صلی الله علیه وسلم – ته څوک په لمانځه کې په “ایّها النبی” (اې نبي) خطاب کولای شي، بل چا ته نه.

څلور ویشتمه مسله: یو چا ته اجازه نه وه، چې خپل غږ یې د هغه مبارک له غږ نه اوچت کړی وای، الهي حکم هم هم داسې دی، فرمایي:

یاﺃﻳﻬﺎ اﻟﺬﻳﻦ ﺁﻣﻨﻮا ﻻ ﺗﺮﻓﻌﻮا ﺃﺻﻮاﺗﻜﻢ ﻓﻮﻕ ﺻﻮﺕ اﻟﻨﺒﻲ…}

ژباړه: اې مومنانو تاسو خپل غږونه د نبي علیه السلام تر غږ مه اوچته وئ. دا راز هغه مبارک ته د حجرو د شا لخوا اواز ور کول ممنوع و….

فائده: ځینو علماوو، لوړ غږ د نبي علی السلام مبارک د قبر په وړاندې هم ناسم کار ګڼلی. ځینو د علماوو په مجلس کې هم بد ګڼلی؛ ځکه هغوی ته د انبیاوو وراثت سپارل شوی دی.

والله تعالی اعلم.

نور بیا….

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x