دیني، سیرت او تاریخ

د شیطان پېژند ګلوي (شپږمه برخه)

 دکتور کفایت الله وردګ

یادګېرنه : په تېرو بحثونو کې د شیطان د خلقت او له ا نسان سره د سختې دښمني لرلو خبره شوې وه پدې برخه کې د قرآن کریم د آیتونو په رڼا کې د شیطان دښمني د انسان له دښمني سره مقایسه کوو او ان شاء الله په راتلونکې برخه کې به د شیطان د دښمني په صورتونو سره بحث وکوو او بیا به په هغه لارو چارو خبرې وکوو چې شیطان یې د انسان د هلاکت لپاره کاروي له توجه مو مننه .

د انسان دښمني او د شيطان دښمني
انسان چې کله له بل انسان سره دښمني کوي دا له هغې دښمني څخه بدله ده چې شيطان ئې له انسان سره کوي الله جل جلاله په قرآن کريم کې په دريو ځايونو کې د انسان او د شيطان د دښمني ذکر په يو ځای کې کوي .

لمړی ځای :

الله جل جلاله فرمايي : خُذِ الْعَفْوَ وَأْمُرْ بِالْعُرْفِ وَأَعْرِضْ عَنِ الْجَاهِلِينَ وَإِمَّا يَنْزَغَنَّكَ مِنَ الشَّيْطَانِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ إِنَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ . سورة الاعراف

ترجمه : و نیسه (اې محمده! عادت) عفوې کولو او امر وکړه په معروف سره او مخ ګرځوه ! (په څنګ شه!) له جاهلانو (نا پوهانو لېونیانو) څخه . او که باعث او تیز کړي تا (په ګناه) له طرفه د شیطان کومه وسوسه نو پناه وغواړه په الله جل جلاله پورې بېشکه دغه (الله جل جلاله ) ښه آورېدونکی ښه عالم دی (د ټولو اقوالو په ټولو احوالو) .

دوهم ځای :

الله جل جلاله فرمايي :
ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ السَّيِّئَةَ نَحْنُ أَعْلَمُ بِمَا وَقُلْ رَبِّ أَعُوذُ بِكَ مِنْ هَمَزَاتِ الشَّيَاطِينِ وَأَعُوذُ بِكَ رَبِّ أَنْ يَحْضُرُونِ . سورة المؤمنون
ترجمه : دفع کړه (ای محمده!) په هغه خصلت سره چې هغه ډېر ښه دی بدي (او ضرر د دوی تاته) مونږ ته ښې معلومې دي هغه خبرې چې ستائي (دوی تا یا ما نو وربه کړو پرې دوی ته جزا) او ووایه (اې محمده!) ای ربه زما پناه غواړم په تا پورې له چخولو (وسوسو) د شیطانانو نه (چې را کش کوي خلق ګمراهي ته) او پناه غواړم په تا پورې ای زما ربه چې حاضر شي (دوی) ماته (په لمانځه یا تلاوت د قرآن یا په ځنکدن کې) .

دریم ځای :

الله جل جلاله فرمايي : وَلَا تَسْتَوِي الْحَسَنَةُ وَلَا السَّيِّئَةُ ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَبَيْنَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ … وَمَا يُلَقَّاهَا إِلَّا الَّذِينَ صَبَرُوا وَمَا يُلَقَّاهَا إِلَّا ذُو حَظٍّ عَظِيمٍ….. وَإِمَّا يَنْزَغَنَّكَ مِنَ الشَّيْطَانِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ . سورة فصلت

ترجمه : او نه برابریږي سره نیکي او نه بدي (په جزاء او حسن العاقبة کې) دفعه کوه (ته هغه بدي) په هغه خصلت سره چې هغه ډېر ښه وي پس نا څاپه هغه څوک چې په مینځ ستا او په مینځ د هغه کې عداوت دښمني وي لکه چې دی به دوست وي ډېر مهربان او نه ورکول کیږي دا (نېک خصلت د بدي دفع په نیکي سره) مګر هغو کسانو ته چې صبر تحمل کوي او نه ورکول کیږي دا (نېک خصلت) مګر خاوند د برخې ډېرې لوئې ته او که ورسیږي تاته له طرفه د شیطان څه تباهي، وسوسه (چې د واړوي تا له دغه ښه خصلت) پس پناه ونیسه په الله جل جلاله (له شره د ده) بېشکه الله جل جلاله هم دی دی ښه آورېدونکی ښه عالم .

ابن کثير رحمه الله فرمايي : پدې معنی کې چې د انسان سره او شيطان سره دواړه دښمني په يو ځاي کې ذکر کيږي همدا دری آيتونه دي پدې معنی کې ورسره څلورم آيت نشته چې کله کوم انسان له تا سره دښمني کوي په پورتنيو دریو واړو آيتونو کې الله جل جلاله امر کوي چې له هغه سره ښه رويه وکوه ، نيکي ورسره وکوه ترڅو دا ستا نيکي د هغه په زړه باندې تاثير وکوي او د هغه دښمني په دوستي بدله شي خو کله چې د شيطان د دښمني ذکر کيږي نو هلته خامخا له هغه نه د پناه غوښتلو امر شوی دی ځکه دا داسې دښمن دی چې نيکي ورسره نه کيږی او که نيکي ورسره وشي هم له انسان سره د بې ساري عداوت او بې اندازې کينې له امله هغه يوازې او يوازې د انسان هلاکت غواړي نور يې په هېڅ شي باندې هم زړه نه صبريږي نو ددې خبرې د معلومېدلو نه وروسته به هم د لوستونکي په ذهن کې راغلي وي چې له شيطان سره بايد څه وکوي؟ د هغه سره دا خپله ازلي دښمني څنګه و پالي؟

هو ! انسان بايد له شيطان سره خپله دښمني پداسې ډول و پالي لکه څنګه يې چې شیطان پالي او ټول هغه کارونه پرېږدي چې شيطان ورباندې خوشحاليږي او ټول هغه کارونه خپل کارونه کړي چې شيطان ورباندې خفه کيږي … نور بیا ان شاء الله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x