نظــر

د مشرانو زامن

جیلاني پښتون

د خلکو تر منځ مشهوره ده وایي پخوانی پاچا ظاهر شاه یوه ورځ په خپل موټر کې له زوی سره په منظره وتلی و، په کلیو کې یې خلک ولیدل چې د غنمو په کرلو بوخت دي. زوی یې له پلاره پوښتنه وکړه چې داخلک په څه شي بوخت دي؟ ظاهر شاه ځواب ورکړ چې دوی غنم کري. زوی یې وپوښتل نو غنم ولې کري؟ پلار ځواب ورکړ چې غنم د دې لپاره کري چې اوړه یې کړي، ډوډۍ ترې پخه کړي او ویې خوري. وایي زوی یې ورته وویل چې عجب احمقان خلک دي،نو کولچې ولې نه خوري. . .

دا کیسه ددې عصر د اشرافي کورنیو د کشرانو یو واقعي انځور وړاندې کوي چې د سیاسي مشرانو زامن تر کومه حده له عام انساني ژونده ناخبر او د ناز و راحت په حصار کې کلابند وي. دا یوازې ظاهر شا نه و بلکې اکثره سیاسي مشران چې د مادیت او عیش و نوش پیروان دي زامنو ته یې ځانونه د انسانیت تر معیار یو څه لوړ ایسي او نورو خلکو ته د ټیټ ذاتو په نظر ګوري.

خو د مشرانو لخوا د خپلو اولادونو داسې پالنې او روزنې خورا بدې پایلې هم درلودلي دي. داچې په افغانستان کې اکثره وخت دسیاسي مشر زوی د پلار ځای نه دی نیولی علت یې همدا دی چې مشر خپل زامن د عادي وګړو په حیث نه دي روزلي بلکې هغوی ته یې په اصطلاح (فوق رتبه) احساس ورکړی.

په افغانستان کې د شاهانو د زامنو عیاش او فوق العاده ژوند د تاریخ یو مسلمه خبره ده چې له کیسو یې د شهزاده او شهزادګیو نکلونه جوړ شوي. مګر په وروسته کلونو کې چې د اسلامي نهضت خوځښت را پیل شو، د نهضت رهبرانو که څه هم په خوله یې د عمري عدالت خبرې کولې مګر په عمل کې داسې نه وو. لږ تر لږه د خپلو اولادونو د روزنې په برخه کې ډیری جهادي رهبرانو ونکړای شول چې خپل اولادونه د ځان په شان وروزي.

زموږ یو شمیر جهادي رهبرانو خپله ږیرې درلودې، ملي لباس یې اغوست او لنګوټې یې تړلې، مګر زامنو ته یې له کشرتوبه پتلون ور اغوست، د ږیرې کمولو ته یې پريښودل او په غربي طرز تعلیم یې ورباندې کاوه.همدا لامل شو چې نن د رباني صاحب لور د ماډلینګ د میدان لچره ده او زوی یې په کاناډا کې تر دې حده په شرابو ځان ټنډوي چې په بیا په یوټیوب او فیسبوک باندې په لایف ویډیوګانو نه یوازې د ځان بلکې د رباني صاحب حیثیت هم له خاورو سره خاورې کوي.

په مولوي محمدي صاحب دې الله تعالی رحمت وکړي یوه ملګري ویل چې د بلوچستان مسلم باغ کمپ ته راغلی و خپله یې هاغه د پخوانیو ملایانو شین رنګ لنګوټه تړلې وه خو زامنو یې پتلونان اغوستي وو چې د خړو پړو مهاجرو افغانانو تر منځ خورا ممتاز ښکارېدل. ښایي همدا امتیاز به یې علت و چې وروسته یې د پلار لاره ونه پاللی شوه.

خو په جهادي مشرانو کې ځینې داسې هم وو چې زامنو ته یې هم یوازې د هغې لارې تلقین کاوه چې د خپل ځان او پیروانو لپاره یې خوښه کړې وه.مولوي خالص صاحب په خپلو زامنو دیني علوم ولوستل او د ځان په شان یې په دیني فکر سمبال کړل.مولوي جلال الدین حقاني صاحب خپل زامن له ځان سره سنګرو ته بیول تر څو دنورو مجاهدینو سره ګډ ژوند وکړي او د جهاد له سختیو خبر شي. د مولوي نصرالله منصور صاحب په اړه مې اوریدلي چې خپل زوی سیف الرحمن یې لا په کشرتوب له ځان سره سنګر ته بیولو، تر دې چې یوځل د نورو مجاهدینو په جمله کې دده زوی هم ټپي شوی و او دپښې له درده یې فریاد کاوه، مګر منصور صاحب امر کړی و چې د نورو ټپیانو له انتقال وروسته تر ټولو اخر کې دې سیف الرحمن د علاج ځای ته انتقال شي.

د دغو جهادي مشرانو دا وړ چلند چې خپل زامن ورته د نورو خلکو دزامنو غوندې عادي انسانان ښکارېدل نتیجه یې دا راووته چې هیڅ یو هم د خپل اولاد په کردار سرټیټی نه شو بلکې علاوه لا دا چې اولادونو یې نور افتخارات هم ور وګټل او په تاریخ کې یې د دوی شملې نورې هم هسکې کړې.

افغانستان ته د غربیانو په راتګ چې دلته یې پخواني معیارونه له یوې مخې سرچپه کړل، د زامنو د روزنې په اړه یې هم فکرونو او مزاجونو ته لوی تغیر ورکړ. هغوی چې خپل راتلونکی یې له امریکا سره تړلی او د زړه له تله په امریکایيتوب عاشقان دي که څه هم جهادي سابقه لري خو زامن یې د غرب اکاډمیو ته استولي دي. د احمدشا مسعود او عطا نور زامن د لندن له تعلیمي اکاډمیو فارغ شول او د امرالله صالح زوی دامریکا له پوځي پوهنتون نه سند واخیست. همداسې نور و هم خپل زامن د هند، امریکا، برتانیې او نورو غربي هیوادونو په واک کې ورکړي تر څو یې ورته وروزي. دوی فکر کوي چې د امریکا په لاس روزلي زامن به بیا هم ددوی او افغانستان زامن وي حال دا چې هیڅوک هم د بل چا لپاره زامن نه لویوي نو ځکه به ضرور دغه ټول نهایتا د امریکا زامن کیږي.

په سیاسي مشرانو کې د طالب مشرانو د امتیاز دی چې خپل زامن او قریبانو تر نورو فوق نه بولي بلکې د ټولنې د عادي وګړو په حیث ورته نظر کوي. ماته یوه طالب وویل چې د طالبانو دواکمنۍ په مهال د ملا محمد عمر مجاهد ورور ملا عبدالمنان له موږ سره دکندهار په جهادي مدرسه کې سبقان ویل او کوم امتیاز یې نه درلود.

په اوس وخت کې هم زما د معلوماتو له مخې د ملا محمد عمر مجاهد، ملا اختر محمد منصور او نورو طالب مشرانو زامن د عادي طالبانو په څیر په دودیزو مدرسوکې سبق وایي،همداسې خوري او اغوندي لکه نور طالبان او کوم ځانګړی امتیاز نلري. دغه وړ چلند له شک پرته د طالبانو بقاء تضمینوي، په دوی د اولس باور زیاتوي او دوهم نسل ته یې دا استعداد ورکوي چې د خپلو پلارانو په شان د هغوی لاره وپالي.

دا موضوع تردې را یاده شوه چې تېره ورځ د هلمندپه ګرشک کې دطالبانو د مشر شیخ هبت الله اخندزاده زوی فدایي برید تر سره کړ. په داسې حال کې چې د اشرف غني د معزول مشاور احمدضیاء مسعود زوی زبیر مسعود د لسګونو موټرو په کتار کې او د سلګونو انسانانو په بدرګه کې د پنجشیر سفر کوي اوبل اړخ ته د طالبانو د مشر زوی له نورو طالبانو مخکې ځان د جګړې میدان او د قربانۍ ډګر ته وړاندې کوي، له دې ځایه سړی معلومولای شي چې د طالب او انټي طالب مشرانو تر مابین په شخصیتي ظرفیت کې څومره ستر توپیر موجود دی.

دې موضوع د طالب مشرانو صداقت هم ثابت کړ، هغه دا چې دوی لکه څنګه چې دپردو زامنو لپاره د جهاد او ازادۍ لاره د عزت لاره بولي او ورته هڅوي یې خپل زامن هم همدې لارې ته سوق کوي او شهادت یې د ځان لپاره افتخار بولي.

د طالبانو مشران داسې نه دي لکه د هرات امیر اسمعیل خان چې پردي زامن به یې جهاد ته هڅول خو خپل صادق جان یې فرانسې ته لیږلی و تر څو هلته د ارام په بستر د ژوند له خوږو خوندواخلي.

پلاران د خپلو اولادونو د روزلو مسؤلیت لري، انسان چې تر کاڼي کلک او تر ګل نازک دی د صلابت او نازپرورۍ دواړو استعداد په کې شته. عموما هغه انسانان په ژوند کې کامیاب وي، چې جفاکش، همت ناک،صابر او د هر وړ سختیو په وړاندې مقاومت کوونکي وي. پلاران باید له کوچنیتوبه په زامنو کې دغه مثبت صفات وروزي، هغوی مقاوم او تکړه اموخته کړي. ځکه نازپروري او راحت له ماشومانو یوازې ټنبلان،لاابالیان او ناکام انسانان جوړوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x