uruzgan.map

د اروزګان د خونړۍ پیښې عاملین څوک دي؟ – سرمقاله

نن ټکی آسیا-سرمقاله: تیره ورځ یوځلې بیا د اروزګان ولایت په مرکز ترین کوټ کې دیوې چاودنې له کبله تر ۵۰ تنه زیات ولسي خلګ د خپل ځان په وینو ولمبول شول.

د رسنیو د وروستیو رپوټونوپه اساس یاده پیښه په یوه هوټل کې رامنځته شوې ؛نوځکه یې قربانیان هم ټول عام وګړي او هغه مسافرین دي کوم چې د شپي تیر لپاره په یاد هوټل کې موجود ول.

که څه هم چې تر اوسه پوري د جګړې هیڅ لوري هم د پیښې مسؤلیت نه دی منلی ،خو د پیښې جزئیاتو او نوعیت ته په کتو سره له ورایه معلومیږي چې هغه یوه داسې عمدي پيښه ده چې په تصادفي ډول یې رامنځته کیدل ناشونی کار دی.

د اروزګان ولایت دغه خونړۍ پیښه لومړنۍ پيښه نه ده ،بلکې تردې وړاندې هم د هیواد په مختلفو سیموکې دا شان بي هدفه اوبوږنوونکي پیښې رامنځته شوې چې له کبله یې په سلګونو ولسي کسان وژل شوي اوژوبل شوي ،خوتر اوسه پوري دا هیچاته نه ده معلومه شوې چې دا ډول پیښې دچا لخوا او کوموموخو لپاره رامنځته کیږي؟

ملګري ملتونه يواځې له مسؤلیت څخه د ځان خلاصولو په غرض په کال کې یوځل د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه کلنی رپوټ نشروي چې په ترڅ کې یې په غیر مصدقه ډول د مرګ ژوبلې ډیره پړه پر وسله والو مخالفینو وراچوي ، نورداچې په عملي ډول دي د دغې مرګ ژوبلې د مخنیوي په اړه څه اقدام وکړي هیڅ هم نه دي عملي کړي.

د امریکايي اشغال په تیره دولس کلنه دوره کې مو په هیواد کې داروزګان د خونړۍ پیښې په څیر ډیرداسې واقعات رامنځته شوې چې عاملین یې تر اوسه هم همداسې پټ ساتل شوي، او دیوې غیر پلوۍ ادارې لخوا یې د هویت معلومولو په اړه هیڅ اقدام نه دی شوی .

ښايي له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د پرشاتګ د نیټې په رانیږدې کیدوسره د دغه ډول مبهمو پیښو په رامنځته کیدوکې نورهم زیاتوالی راشي او د اروزګان ویرجنه پیښه یې یو خونړۍ پیلامه وي چې د مجهول الهویه افرادو له خوا د معلومو اهدافو لپاره رامنځته شوه.

له عراق څخه د امریکايي پوځونو د پرشاتګ پرمهال هم په نوموړي هیواد کې د دغسې مبهمو خونړیوچاودنولړۍ پیل شوه چې له کبله یې په زرګونو عراقیان مړه او ژوبل شول او هم یې د دغه هیواد د متحد ولس ترمنځ داسې مذهبي اونژادي اختلافاتواوداخلې جګړو ته زمینه مساعده کړه چې تراوسه یې هم عراق او عراقیان په سوځوونکو لمبوکې سوځي.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پخواني عمومي قوماندان جنرال سټنلي مکریسټل په شمول ډیری امریکايي چارواکې ورا تر له مخه له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو تروتلو وروسته په دې هیواد کې د کورنۍ جګړې د پیلیدو خبرې کوي ، چې د هغوئ داډول وړاندوینې او له هغه سره هم مهال د اروزګان د پیښې په څیر د بوږنوونکو حادثاتو رامنځته کیدل تر ډیره بریده د دغو خونړیو پیښو فتنه ګر عاملین بربنډولی شي .

د نن ټکي آسیا سرمقاله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د