نړۍ

ټرمپ: افغانستان ته د اضافي ځواکونو اړتیا نه لیدل کیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۱ چنګاښ، ۱۳۹۶): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پنټاګان ته د تګ پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې کیدای شي افغانستان ته د اضافي ځواکونو لیږلو اړتیا نه وي.

نوموړي دغه خبرې په داسي وخت کې کړي چې د امریکا له مخکې مکرره اعلانونه چې د جولايي میاشتې په منځ کې به د اضافي ځواکونو او نوي ستراتیژې اعلان کوي، تر وخت ځنډیدلې دي او د کتونکو په باور د امریکایي چارواکو تر منځ اختلاف کیدای شي د لا ځنډ سبب شي.

د واشنګټن پوسټ د راپور سره سم کله چې له ټرمپ څخه په پنټاګان کې پوښتنه وشوه چې ایا هغه به افغانستان ته اضافي ځواکونه ولیږي؟

ټرمپ ځواب ورکړ: «مونږ باید وګورو، مونږ اوس هم د «داعش» پر ضد ښه جګړه روانه کړې ده، داعش د ماتې پر خوا روان دی».

نوموړي په خپل ځواب کې د طالبانو هیڅ یادونه ونه کړه او ټول تمرکز یې پر داعش وکړ د کوم چې دریم مشر هم د امریکایانو په یوه بمبار کې ووژل شو.

باید وویل شي ددې تر مخه ویل کېدل چې ټرمپ دفاع وزیر ته د افغانستان د جګړې د اداره کولو او اضافي ځواکونو بشپړ اختیار ورکړی، بیا وروسته داسي راپورونه نشر شوه چې ټرمپ او سپينې ماڼۍ نورو چارواکو پر دفاع وزیر محدودیت ټاکلی او یوازي د ۳۹۰۰ اضافي عسکرو اجازه یې ورکړې، او ویل کېدل چې اعلان به یې د جولايي میاشتې په منځ کې کیږي خو تر اوسه هم ځنډیدلی.

باید وویل شي چې څو ورځې وړاندي هم ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د پخوانیو عسکرو سره د لیدنې پر مهال وویل چې زه غواړم پوهه شم «مونږ ولي ۱۷ کاله وروسته هم په افغانستان کې یو».

ټرمپ د امریکا د ولسمشر کېدو وروسته د افغانستان په اړه ډېرې کمې څرګندونې کړي دي خو تېره چارشنبه یې د ملي امنیت په یوه شورا کې ګډون وکړ چې په هغه کې د افغانستان په اړه بحث وشو او د امریکايي رسنیو په وینا د امریکا بهرنیو چارو وزارت، سپینه ماڼۍ او پنټاګان د افغانستان په اړه په یوه خوله نه دي.

دوی ټول پر دې متفق دي چې باید د طالبانو مقاومت وځپل شي خو هر یو یې د ځپلو لپاره بېل پلان او بېل نظر لري چې له امله یې د نوي ستراتیژۍ اعلان ورځ په ورځ ځنډیږي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت مشاور مک مسټر فکر کوي چې باید په نوې ستراتیژۍ کې پر پاکستان تمرکز وشي او د اضافي ځواکونو پر شمېر باندي ډېر ټینګار ونه شي، خو پنټاګان او د بهرنیو چارو وزارت په نظر پر پاکستان باندي فشار واردول ستونزې لا ډېره وي او داسي تمه کول چې پاکستان به د فشار وروسته خپله تګلاره بدله کړي، عملي نه برېښي.

واشنګټن پوسټ زیاتوي چې د امریکا جګپوړي چارواکي د طالبانو سره د مذاکراتو په اړه هم ویشل شوي دي، چې د طالبانو سره مذاکرات په کوم پړاو کې پیل کړي، د ملي امنیت مشاور مک مسټر ټینګار کوي چې لومړی باید طالبان په نظامي کچه وځپل شي او بیا مذاکرات ورسره وشي خو نور چارواکي بیا وايي چې نوې ستراتیژي د څلور کلونو لپاره جوړیږي تر څو طالبان شاته وتمبول شي خو ددې لپاره چې پایله یې څرګنده شي باید څلور کلونه انتظار وشي او بیا اقدام وشي چې ډېره اوږده موده ده.

سرچینه زیاتوي چې د امریکا اوسنی مشر په افغانستان کې ډېر نوي انتخابونه (اپشنونه) نه لري، داسي انتخاب چې هغه دي ښه لوړ مالي لګښت ونه لري.

باید وویل شي چې د افغانستان اوسنی ګډحکومت په مکرر ډول د امریکا او ناټو څخه د اضافي عسکرو غوښتنه کړې او همداسي يې د بمباریو د زیاتولو، پوځي الوتکو او نورو پوځي مرستو غوښتنه کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

خوشال بابا وایی ، تر اوسه یی ماغزه په قرار نه دی ، چا چه ما سره وهلی … سر په ډانګ دی
طالبانو د افغانانو قاتل میکن ته د مغزو سرطان ورواچولو ، جهنم ته یی نوبت د ورځو او لا د میاشتو به شمار وی انشالله
همدا حالت به د بوش ، اوباما او د هغوی د نورو قاتلینو هم وی ، که ټرمپ هوښیار ی ونه کړی له دغه ماتی شوی جګړی د عبرت درس زده نه کړی د ده حالت به تر هغو نورو بدتر وی انشالله .

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x