افغانستان

طالبانو د امریکایانو ټرانسپورټي لویه الوتکه ویشتلې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۱ چنګاښ، ۱۳۹۶): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په یوه بیړني خبر کې وویل چې نن له ماسپښين وروسته پر دوه بجې يې د بګرام هوايي ډګر ته نیژدې د امریکایانو یوه لویه ترانسپورټي الوتکه په نښه کړې چې په هوايي ډګر کې دننه را غورځېدلې.

نوموړي وویل چې په الوتکه کې سپاره عسکر ټول وژل شوي دي.

ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته وویل چې الوتکه ددوی د ځواکونو له لورې هغه مهال په نښه شوه کله چې يې په هوايي ډګر کې د ناستې هڅه کوله او ځمکې ته یې په ټیټه مسافه کې پرواز کاوه.

تر اوسه د پيښي په اړه امریکایانو، ناټو او حکومتي چارواکو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
منصوری ګزار

الاماره ویب پاڼه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x