نړۍ

د ناټو دفاع وزيران د افغانستان په اړه غږيږي

نن په بروکسل کې د ناټو او ايساف د دفاع وزيرانو د غونډې دوهمه ورځ ده.

د غونډې لومړۍ برخه د ناټو هيوادونو د واک اوځواک په اړه خبرو ته ځانګړې شوې وه او نن يې دوهمه او اخري ورځ ده چې، د غونډې اجنډا يې افغانستان کې د ناټو او ايساف ماموريت او مسؤوليت په اړه خبرې اترې دي.

په دغه غونډه کې د ناټو هيوادونو ۲۸ او د ايساف غړيو ۲۲ هيوادو دفاع وزيرانو په ګډون افغانستان کې د ناټو عمومي قومندان جنرال جوزف او د افغانستان دفاع وزير جنرال بسم الله محمدي هم ګډون کړی دی. پرون په بروکسل کې د ناټو عمومي سرمنشي اندر فوګ راسموسن و ويل چې، که افغانستان امريکا سره دوه اړخيز امنيتي سند لاسليک نکړي نو دوی به خپل ټول عسکر له افغانستان وباسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close