نظــر

د شیخ صیب زوی سرتیری برید وکړلو

عاکف مهاجر

تاریخ به يې تل یاد ساتي تاریخ په دغو ټکو له پخوا هم رنګین وو چې امیرالمؤمنین شهید شو خو تاریخ کې دغه توری ډیر کم وو چې د امیرالمؤمنین ځوی د امیرالمؤمنین په خوښه استشهادي برید وکړلو او د شهادت جام یې په رنګینو شونډو کیښود او د شهادت جام يې نوش کړلو.

ووکې تاریخ کې یو ځل بیا د امیرالمؤمنین شهید شو توري هم د امارت مشر او امیرالمؤمنین دغه ویاړ امت ته هغه وخت ور وبښلو کله چې شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور صیب تقبله الله د امریکایي ډرون الوتکې په برید کې د شهادت جام نوش کړلو خو اوس يوځل بیا د امارت او اسلامي امت دغه وقار په نصیب شو چې د امت د رهبر ځوی د هغه په خوښه او رضا
سترې قربانی ته غیږ ورکوي او ځان د پاسبورسو په لمبو او دودونو کې د اسلام د بریا په خاطر لولپه کوي.

موږ تر دې د مخه هم که په ځانو پورې باروت وتړل. او یا مو که په تش لاس له هر رنګ عصري الوتکو او کیمياوي بمونو سره په خالي لاس مقابلې وکړلې. او یا مو د کیوبا او باګرام او نورو زندانونو شکنجې او ربړونې تیرې کړلې او یا مو د ونو په خاښونو کې غوښې اویزان شولې تاریخ مو په هره قربانی رنګین وو خو تاریخ مو په نوي اعزاز ونازولو دا ځل مو د امیرالمؤمنین د شهادت ترڅنګ د امیرالمؤمنین د جګرګوشې د شهادت په تورو هم تاریخ رنګین کړلو.

مونږ د هرې قربانۍ او ایثار دریغ ونکړلو او د دښمنانو هغه پوچ تبلیغات مو ټول دروغ ثابت کړل چې د مشرانو زامن یې په دنګو ماڼیو کې ژوند تیروي او په عصري او لوکسو موټرونو کې ګرځي خو پردي زامن استشهادي او فدایي ته هڅوي جګړه پر مخ
بيايي.

مونږ.د برحقه داعیې لپاره هر قسم قرباني ته لبیک وایو او په خوشالي یې قبلوونکې یو.

لله الحمد.مونږ ویاړ کوو په داسې زعیم او أمیر چې د اسلام او هیواد لپاره د ځان ترڅنګ د خپل ځوی قرباني ته هم تیار دی او په خوښه او خوشالي سره خپل ځوی د نورو سرتیرو سره یوځای د اسلام د دښمنانو د مقابلې لپاره یوه داسې برید ته اماده کوي چې شهادت یې سل فیصده يقيني ده.

د هر کاروان څاروان هغه وخت خپل کاروان ساتلی شي چې په هره بیه د کاروان ساتلو ته ژمن وي مسلمانو مشرانو تل د خپل ملت ساتلو لپاره هرې قربانۍ ته تیاری ښودلی او له هیڅ رنګ قربانی نه یې دریغ نده کړی نن یو ځل بیا د اسلامي امت مشر رهبر امیرالمؤمنین شیخ هبة الله اخندزاده وښودله چې د اسلام د ساتلو لپاره اسلامي مشران هرې قربانۍ ته غاړه ورکوي.
محترم أمیرالمؤمنینه ! نن مونږ درباندې ویاړ کوو او ټولو دښمنانو ته ستاسو مثال پیش کوو چې زمونږ مشران د نورو د زامنو تر څنګ خپل زامن هم له قربانی نه دریغوي.

الله جل جلاله مو دغه قرباني په خپل دربار کې قبوله کړه

آمین یارب !

او په اخر کې د شهید حافظ عبدالرحمن خالد د شهادت مبارکي تاسو او ټول اسلامي امت ته وړاندي کوو
شهادت دې یې مبارک وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
AMHimmat

د دې جهاد پېښليک به هم عجب او جالب پېښليک وي، د رشتينوليو او واقعي اتلوليو پېښليک ، د حقيقي اسلامولی او افغانولی پېښليک ، د عمل په ډګر کي د تر ځان تېرېدني پېښليک ، د هيڅ امتياز د په پام کي نه لرلو او نه غوښتلو پېښليک. عجبه ده يوې خواته پر پيسو، امتيازاتو او چوکيو عجب سره راغلي دي او بلي خواته د اسلام او هیواد د ننګي لپاره در ګرده سرونه ږدي او نور ډېر هم د اسلام او هیواد د شمي د پتنګانو غوندي د ځان لولپه کولو ته د نوم ليکني پر بنسټ نوبت… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x