نظــرپیښې او دریځونه

پر داخلي ځواکونو د امریکایي هوايي بریدونو د زیاتیدو احتمال

عبدالرحیم (ثاقب) لیکوال او سیاسي شنونکی

په دې وروستیو کې پر افغان دولتي سرتیرو د امریکايي هوايي ځواکونو بریدونه ډیرشوي دي.

وروستی یې هغه و چې تیره ورځ د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ د جګړې په لومړۍ کرښه ترسره شو چې د ګریشک په پارچاو سیمه کې د ټولې ولسوالۍ عمومي مشر قومندان محمد ولي اکا، قومندان ناصرک، قومندان عبدالله جان او قومندان محمد ویس د څلورو تنو مهمو جنګي قومندانانو په شمول د هغوئ ګڼ شمیر سرتیري هم ورکي ووژل شول.

پر افغان دولتي سرتیرو د امریکايي هوايي ځواکونو دې برید سربیره پردې چې دولتي ځواکونو ته یې دروند ځاني تاون واړاوه ، د نورو داخلي ځواکونو مورال یې هم سخت اغیزمن کړ.

ځکه افغان سر تیرو له امریکايي ځواکونو تمه لرله چې په ګرشک ولسوالۍ کې د طالبانو د خونړیو بریدونو په مقابل کې د خپل ټینګ مقاومت له امله هغوی تقدیر او د هوايي ځواک په مټ یې د طالبانو په مقابل کې حمایت وشي.

خو د دوئ له بده مرغه چې د تقدیر په ځای مجازات او پر هغو بمونو ووژل شول کوم چې دوئ یې له همدې امریکایانو څخه د طالبانو پر مورچلونو د غورځولو غوښتنه کوله.

اوس پوښتنه دا ده چې امریکایان ریښتیاهم دا بریدونه سهوا د افغان امنیتي سرتیرو پر مرکزونو تر سره کوي او که دا د هغوئ یو قصدي عمل دی چې غواړي په دې ډول افغان لوری د نورو اضافي امریکايي سرتیرو له غوښتلو څخه منصرف کړي.
ځکه د دغو هوايي بریدونو زماني تسلسل ته که وکتل شي هغه تر بل هروخت زیات همدا د امریکا د نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نوې واکمنۍ په مهال ډیر زور اخیستی.

د ټرمپ په راتلو سره ګډ حکومت هیله من و چې افغانستان ته د اضافي ځواکونو په رالیږلو او د افغانستان په اړه د مشخصي پوځي ستراتیژي په طرح کولو سره به نوموړی له ګډ حکومت څخه مزید حمایت اعلان کړي.

خو په افغانستان کې د امریکا اوږدې پوځي ښکیلتیا، د طالبانو منظم او منسجم مقاومت او د ګډ حکومت فساد او شړیدلي وضعیت سپینه ماڼۍ دې قناعت ته رسولې چې نور په افغانستان کې له مزیدې پوځې ښکیلتیا څخه ځان ورټول کړي.

په پوځي او سیاسي لحاظ دا خبره د امریکا غوندي نړیوال پوځي ځواک ته سخته ده چې دوئ رسما اعلان وکړي چې په افغانستان کې ماتې خوړلې او نور نه غواړي هلته پوځي ځواکونه ولیږي ، خو د قاطع ماموریت تر نوم لاندې په افغانستان کې میشت امریکايي پوځیان به دیته ولمسول شي چې هغوی په افغانستان کې داسې اقدامات ترسره کړي چې خپله افغان حکومت ووايي چې مونږ نور افغانستان ته د مزیدو امریکايي سرتیرو راتګ نه غواړو.

کندوز او هلمند د افغانستان په جغرافیه کې هغه ګرمې نقطې دي چې په پوځي او اداري لحاظ طالبان ورکې ډیر غښتلي دي ، خو په دغو دواړو نقطو کې د طالبانو په خلاف د امریکايي ځواکونو کړنو ته په کتو سره له دې پرته چې د هغوئ (امریکایانو) کردار د طالبانو په ګټه تمامیږي د دولتي ځواکونو هیڅ درد نشي دوا کولای.

تیره اوني د کندوز ښار په مربوطاتو کې د خواجه مشهد ښوونځي او تیره ورځ د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د افغان سر تیرو مرکزونه بمبارول له دې پرته چې په افغانستان کې د امریکايي جنون او حماقت تظاهر وبلل شي بله هیڅ توجیه نه لري.

ځکه همدا دوې نقطې دي چې افغان لوري امریکايي هوايي حمایت ته ورکې ډیره اړتیا لري، خو په دې دواړو مهمو نقطو کې امریکایان د خپل هوايي ځواک په مټ داسې څه تر سره کوي چې د افغان حکومت لپاره د طالبانو تر بریدونو هم ډیر خطرناک او د هغه د سقوط لامل کیږي.

که افغان حکومت نورهم د خپلې بقاء لپاره له واشنګټن څخه د اضافي سرتیرو پر رالیږلو ټینګارکوي ، ښايي په افغانستان کې میشت امریکايي پوځیان نورهم د جګړې په ګرمو محاذونو کې پرافغان سرتیرو خپل هوايي بریدونه لازیات کړي ترڅو له دې لارې افغان چارواکي د امریکايي اضافي ځواکونو له غوښتنې منصرف کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

خدای پاک دې دا فاسدین ځیره خواره نور هم پرې مردار کړي !
دغه یې سزا ده چې اشغالګرو ته کارکوي !
ولي ملي مقاومت نکوي او له طالبانو سره نه یو ځای کیږي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close