د خوراکي توکو رسول د اوسني نړي لپاره یوه لویه ننګونه وړاندې کړي

 عبدالرحمن ذکي
محصل پوهنتون

د خوراکي توکو رسول د اوسني نړي لپاره یوه لویه ننګونه وړاندې کړي احتمال لري چي د نړي نفوس به په ۲۰۵۰ میلادي کال کښي کابو له لس ميليارده څخه لوړ سي، بلي خوا د زراعتي ځمکو سخه د حاصلات اخيستلو طريقه په دوديز ډول ده خو دغه دوديز سيستم ته د چټک بدلون اړتيا شته ځکه چي د تغذيي د نشتوالي له کبله سخته لوږه رامنځته کيږي.

کارپوهان وايي چې په ځمکه کې د نفوسو وده لاهم دوام لري، مګر د ځمکې ساحه ۲۴۰۰۰ کيلوميتر مساحت لري چي د اوسني نفوس لپاره کفايت نه کوي، کرهنیزې سیمې هم په تدریجي توګه کمي شوې، دا ځکه چې د ښارونو شمیره په پراخه کچه خپره شوې ده.

په دې وخت کې د ځمکي په سر د لوږي کیفیت دا دی چې له هر نهه کسانو له جملې څخه یو کس د تغذیې له خواړه څخه محروم ده. ساینس پوهان وايي چې د غنمو کموالي يو لوي لامل د حاصلخيزو ځمکو کمښت هم دي ټولنیز کارپوهان په روښانه ډول وايي چې د خوړو د عرضه کولو بهیر کېښي د خلکو دي ودې مخه نیولو پروسه له امکان نه بهرده. په ۲۰۳۰ میلادي کال کې به د نړۍ نفوس شاوخوا اته ميليارده شپږ سوه میلیونه وده ومومي او په ۲۰۵۰میلادي کال کښي به دا نفوس کابو له لس ملیارد څخه لوړ شي، که چیرې نفوس په ورته سرعت کې وده وکړي، بیا به په راتلونکو اتيا کلونو کښي له يوه لس ميليارده څخه زيات خلک به په ځمکه کښي ژوند کوي.

په ۲۰۳۰ میلادي کال کې به د نړۍ نفوس اته ملیارده شپږ سوه میلیونو ته ورسېږي او د خوړو يا تغذيي برابرولو پروسه به د روان حالت لپاره يو ستره ننګونه وي. ټولنیز متخصصین پدې باور دي چې په ځمکه کښي خواړه نه دي کم شوي، مګر اصلي ستونزه داده چې د سپارلو سیسټم په ښه چوکاټ کښي نه دي مديريت شوي. د متخصصینو په وینا ډير وخت خواړه د خوړلو پرځای ضايع کيږي او له دغه عمل سخه د لوږي چاپيريال منځته راځي، دي تغذيي د ضايعاتو په اړه بايد جدي او کلک ګامونه پورته کړل شي تر سو د لوږي له منځه وړلو لپاره يو اسانه پروسه په کار شي. کرهنيز ساینس پوهان وايي چې د چاپیریال بدلونونه ځمکې ته ادامه ورکوي او ددغو بدلونونو له کبله ډیرې کرهنیزې سیمې نور نشي کولی کرهنه وکړي. یو له اصلي لاملونو څخه هم د ځمکې لاندي د اوبو کمښت او د مالګي زیاتوالی بلل کيږي. د ډیرو دوامدار کښت له کبله د وخت په تيريدو سره ځمکه د حاصلات ورکولو لپاره کميږي او رورو حاصلخيزه ځمکه مخ په کميدو ده.

په اوسني وخت کښي د هر کس لپاره د ځمکې له شکم څخه څلور زره کالوري تولیديږي چي دا د يو کس اړتیا نه زيات توليديږي او زياتوالي يي زیان رسوي، که چیرې د نړۍ هيوادونه د تغذيي د خوړلو لپاره پاک سیسټم جوړ کړي، نو د تغذيي رسولو ننګونه به نور د اوسني نفوس لپاره پاتې نشي۔

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د