د حزب ځوانانو ته د زړه خبره

لطف الله خیرخوا، لیکوال

لطف الله خیرخوا

زه خپله د اسلامي حرکت د يو ځوان په توګه د هغه متعهد ځوان تنده احساسوسوم، چې د اسلامي پېر د اعادې لپاره يې لري. له تېرو دېرشو کلونو راهيسې، چې اسلامي ډلو کومې تېروتنې وکړې، د هغو ډلو په اړه ناخوښي هم درک کوم. تر ټولو ګواښمن؛ هغه جارحانه دريځ سره هم مخامخ يم، چې د متعهد ځوان د بې لارې کولو لپاره د مبارزې د تېر مهال بېلګې وړاندې کيږي.

ښه! که زه حرکتي ولوله هم لرم، د اوږدې مبارزې ستړيا هم حس کوم او د دښمن د ځينو دلايلو په اړه هم تشويش لرم، ښه دا ده له هرې شايبې پاک مبادي ځان ته په ګوته کړم او په رڼا کې يې ځان ته لار غوره کړم. زه که په روانو جرياناتو کې په عقيدوي او فکري لحاظ تر ټولو سمه لار ځان ته ټاکم، نو تر هر څه لومړی به زه د لټې مهال کې هيڅ ذاتي رجحان ته په غوراوي کې ځای نه ورکوم. هيڅ تنظيمي تړاو ته به د مداخلې حق نه ورکوم او هيڅ ډول عاطفه به پر ځان نه حاکموم.

که چېرې دغه درې خاصيتونه ما لرل، نو بې شکه به يوه داسې لار ځان ته غوره کوم، چې زړه کې به راته هيڅ شک نه پرېږدي او فکر به مې په تمامه معنی له شايبې پاک وي. که په روانو جرياناتو کې حرکتي انتخاب په ذاتي رجحان، تنظيمي تړاو او کورنۍ عاطفې بناء و، که يې پر هرې وَلخې ورګډ کړم، پړه به مې پر خپلې غاړې وي.

روانو جرياناتو کې څو خبرې د پام وړ دي :

افغانستان يو خطرناک کفري يرغل لاندې کړی. د نړۍ تر ټولو چَوتار کفار ورته راغونډ دي او زموږ د وطن هغه بې ارزښته خلک يې ملاتړ کوي، چې نه يې ديني ارزښتونه شته او نه افغاني. په همدې تړاو د يرغلګرو پر ضد جهاد زموږ وجيبه ده، يعنې له مشروعيته اوښتې خبره ده. موږ بايد د مسلمانانو په حيث د بهرنيو يرغلګرو او د هغوی د ملاتړو پر ضد ودرېږو.

ګورئ، د افغان ملا فتوی درته نه وايم، د پاکستاني ملا فتوی درته نه وايم او د عرب ملا فتوی هم درته نه وايم. د «هندي» عالم فتوی درته وايم. مولانا حسين احمد مدني رحمه الله د هند د «تحريک خلافت» مخکښ و، هغه د انګرېزانو د قاضي په مخ کې وايي : څوک چې د اسلام پر ضد اعلان شوې جګړه کې د کفارو څنګ ته ودريږي، کافر دی.

که لږه ډېره فکري مطالعه وي، نو په دې څوک نه شي قانع کېدلی، چې د محاربې نړۍ پر ګدۍ ناسته اداره دې اسلامي وي يا دې هغو اهدافو ته ژمنه وي، چې يوه متعهد ځوان يې غواړي. درځئ وګورو له تسليمېدو تر اوسه د متعهدو ځوانانو کوم ارزښت پر ځای شوی او څومره ارزښتونه مو له لاسه ورکړي. دا کوم زيان سره مخ يو؟ چې په حرکت‌پوهنه کې د فکر لار جلا کول تساقط(پرېوتل) ګڼل کيږي؛ نو که د فکر لاره بدله شي، دا به څه وي؟ يقينا تاسو د فکر لار جلا نه، بلکې بدله کړې.

په اوسني جريان کې درې حالته دي. يرغلګر به راډيريږي او تاسې به يې په هره ناخواله کې شريک ياست، دا صورت حتمي بريښي. دا اوس چې زه مقاله ليکم انګرېزي ورځپاڼه ډان خبر لري، چې شپږ سوه امريکايي ټانګونه کراچۍ بندر ته رسېدلي. ګويا د بهرنيو عسکرو بيا ځل ته ډېرېدل يقيني دي. تر ټولو بده يې دا، چې په تېره ۱۳ نېټه امريکايآن کابل کې بيرغي وګرځېدل. په همدې ورځ مدني فعال خيرالله شينواري ليکلي ول، چې د شرم احساس مې وکړ، ځان راته غلام وبرېښېد.

دوهم حالت دا دی، چې په کمزوري احتمال د مجاهدينو پر ضد به جګړه رنګ بدلوي، همغه وظيفه به ستاسې پر غاړه وي، چې اربکی يې پر غاړه لري. دا څو ورځې چې د «حزبي جنګياليو» خبره توده ده، چې نه خالي سلاح کيږي او امنيت به ساتي، دا «جنګيالي» بله هيڅ وظيفه نه لري، بې له دې، چې د مسلمانانو پر ضد ودريږي.

درېيم حالت دا دی، چې لږ تر لږه به د کوم وارد شوي سر په دفاع کې د شمال درې ګوني ايتلاف سره جنګېږئ. تازه تازه راپورونه اورو، چې شمال کې د حزب او جمعيت افراد سره مخامخيږي.

پوښتنه دا ده، چې تاسې ولې جهاد غوره نه کړ؟ ولې حزب سره تسليم شوئ؟ زما خپل ځواب دا دی، چې جهادي لوری تاسې ته د تطبيقاتو له پلوه په زړه پورې نه دی. يقينا چې ستاسې او د جهادي لوري تر منځ واټن شته، مګر د تطبيقونو واټن هيڅکله د دې دليل نه شي کېدی، چې له منهجي پلوه مخالف پر وړاندې دې د عقيدې، فکر او منهج مخالف سره ودرېږو. اوس مهال د امت او ملت موضوع له تنظيمه مخکې ده. اوليت لري. هغه کار بايد وشي، چې زموږ د امت او ملت درد پرې دوا کيږي. هغه دا دی، چې په روانه جګړه کې د مسلمانانو لوری ونيسو او عالي تعهد به دا وي، چې له اختلاف سره سره د جهادي لوري ملاتړ وکړو.

يوې خبرې ته مو پام اړوم. «تعهد» ګوره د ډلې لپاره نه وي. که څه هم دا خاصه دلته تنظيمې شوې. تعهد به مو شريعت ته ځانګړی وي. که ډله د شريعت پر لار ځي، ورسره به يو او که له شريعته واوښته، نو شريعت ته به متعهد يو. حزب او تنظيم د نوموړي تعهد د ښې کارونې وسيله ده. د متعهدو ځوانانو د استعدادونو د انسجام لار ده. د پراګنده صلاحيتونو د يو کولو او د موحد قوت زېږولو کور وي. که حزب يا تنظيم د استعدادونو د انسجام پر ځای له موږه د شريعت تعهد تروړي، نو له خپلې سويې پورته حيثيت غواړي او د طاغوت درجې ته رسيږي او منل يې يوازې نه، چې لازم نه دي، بلکې پرېښودل يې لازم دي.

د روانو جرياناتو په اړه يوه ستره تنظيمي تېروتنه دا ده، چې ځينې خلک اردوګان ته په کتو ځان قانع کوي، چې ګويا هغسې به واک ته ورسيږي او هغسې به د ميږي په مزل «خلافت» قايموي. دلته د استاد ندوي يوه خبره درته ليکم، ندوي رحمه الله وايي : اسلام باطل په باطل نه وهي، بلکې باطل په حق وهي، ځکه يې په مکه کې پېغمبر علیه الصلاة والسلام نه قومي نعره پورته کړه، نه اقتصادي او نه سياسي، که نه ښه فرصت و، چې دغسې يو څوک پيدا شي او عربو ته مخکې شي.

د ترکيې په اړه يوه خبره دا ده، چې د اردوګان کار يو ډېر استثنايي کار دی. په دې معنی، چې د اصل او تطبيق له پلوه هيڅ اسلامي نه دی. هغه د ناټو غړی هم دی، د مسلمانانو پر ضد هم جنګيږي، په اسلامي هېواد کې يې تدريج نه د شريعت حکم هم جوړ کړی، تر اوسه يې هېواد د نړۍ د جاسوسانو ځاله هم ده او تر اوسه يې هېواد د نړۍوال بربنډ سياحت ميدان هم دی. سره له دې، چې ترکيا او افغانستان ستر فرق دا لري، چې دلته له داخلي جاهليت سره سره نړۍوال محارب کفر مسلط دی.

اردوګان سره له دې، چې دومره په نا اسلامي تدريج روان دی، ارام يې پرېښود؟ که يې قسمت پر خوا نه وی، اوس به د کومو تمبو شاته پروت و؟ له ده مخکې د ده استاد اربکان باندې څه وشول؟ مرسي باندې څه وشول؟ د بنګله دېش جماعتيانو باندې څه وشول؟ د تاجکستان عبدالله نوري باندې څه وشول؟ او تونس کې بيا د نهضت مشر غنوشي ان له دې هم ورتېر شو، چې شريعت دې د تونسي اساسي قانون اساسي مصدر وي.

ګورئ- دا ورځ دې الله تعالی نه راولي- هغه ورځ چې د مجاهد زور اوبه شو، په همغې ورځ مو محاکمه پيل ده. نن چې له سترو دعوو سره دومره نرم او نازک ګرځېږئ، دا د هغه مجاهد برکت دی، چې په لومړۍ درجه يې د جلاد تورې ته غاړه ورکړې. دلته د نړۍ د تاريخ بې لوظه او بې ثقافته يرغلګر پراته دي او افغانستان ته منسوبه بې ثقافته ډله يې پر ګدۍ کېنولې.

موږ ټول تېره ورځ د دې خبر شاهد وو، چې د اشرف غني لومړی معاون «جنرال» دوستم جرمنيانو د بلخ پر هوايي ډګر پرېنښود. دا دې څوک نه وايي، چې دا ورباندې اشرف غني وکړل، بلکې دا دې وارزوي، چې د کومې ادارې لومړی معاون د پرديو له خوا داسې شړل کيږي، د ادارې مشر همدغسې ننګولی شي.

دا کار د دوی هوانوردۍ ولې نه کاوه؟ ځکه چې نه يې شو کولی. دوی خپل زور نه لري. دوی د بل پر مټ نازيږي. دغې موضوع ته خو چې سړی ويني؛ که په افغانستان کې د يرغل او اشغال نور هيڅ دلايل نه وي، دغه د بلخ موضوع کافي ده، چې اشغال ثابت کړي او که همدوی وغواړي تاسې هم په خپل امر وژلی او نيولی شي.

د روان وضعيت په اړه يوه ستره خبره د پاکستان د ملاتړ او د بين الافغاني جګړې مطرح کيږي. دواړه خبرې په قومي بنسټ کيږي، ځکه چې بل اصل نه لري. که نه، چې بهرنی يرغل په خپل ټول قوت پر اسلامي خاورې واکمن وي او د روبوټ ادارې مشر په کراتو مراتو د داخلي ځواکونو په اړه ووايي، چې موږ افغانستان کې د نړۍ جګړه کوو…او اسلامي اصول، تاريخي سياق او ملي فلسفه يې پر وړاندې قيام واجبوي، نو دا مېړانه ولې بل چا ته منسوبه شي؟ ولې جګړه بين الافغاني وګڼل شي؟

په دې اړه د استاد ندوي رحمه الله خبره کفايت کوي، چې درته يې ووايم. هغه وايي، چې د امتونو په سترو قضاياو کې قومي، جغرافوي او سياسي دلايل د مبديي اصل په توګه وړاندې کول د «حق او باطل» تصور نړول دي…هغه تصور، چې قرآني نصوصو د «حزب الله او حزب الشيطان» په تعبير وړاندې کړی. دا تصور ولې په قومي، جغرافوي او بې بنسټه سياسي دلايلو ننګول کيږي؟ ځکه چې «حق او باطل» له منځه ووځي او د کفر د تسلط لپاره مبرر پيدا شي او د امت د ننګې مخه ونيول شي.

که نه د نړۍ په محاربانه شتون کې بين الافغاني جګړه څه معنی؟ او د واجب قيام په صورت کې پردی ملاتړ څه معنی؟

اخره خبره دا ده، چې دا ليکنه مې ناندريو ته نه ده کړې. صادقانه دعوت دی او چې د قيامت په ورځ مو پر موږ د نه‌دعوت حجت نه وي.

تبصرې (4)

  • الله، وروره ګوتې دې د ښکلولو دي، الله دې وکړي چې د حزب ورورنه يې په همغه سوچ ولولي، په کوم چې تاسو ليکلې ده. ډېرو مهمو نکتو ته اشاره ده، ډېر ستر واقعيتونه په کې په ګوته دي... فاعتبروا يا أولي الألباب.

  • واقعاً چی دحقایقو درک کولو او اوسني حالت کی ځان ته دسمې لاري غوره کولو لپاره ډیر قیمتي، منطقې عقلي او نقلي معلومات او توصیه ده الله جل جلاله دی درته اجرعظیم درکړی، پر فکر،ګوتو او قلم دی برکت شه

  • هغه مهال چې د حزب اسلامي د تسليمۍ خبرې ګرمې شوې، زما ذهن يوې خبرې نه پرېښود او هغه دا چې البته حکمتيار صاحب له نړۍ کوچېدلی، ځکه د هغه پخوانی خورا افراطي دريځ او اوسنۍ تسليمۍ هيڅ سازی نه خوړ، د هغه ګڼ کتابونه ما لوستي، ويډيوګانې مې يې ليدلي او له شعارونو خو يې دنيا ډکه ده، نو زه په دې اند وم چې سړی خپل مړ دی او پاتې کسان د هغه د همت او دريځ په درجه کې نه دي، ځکه نو د سولې په نوم د تسليمۍ خبرې روانې دي، ان د شمشاد وروستۍ مرکه را ته جعلي ښکاره شوه، ځکه هغه مرکه مخامخ نه وه، د لېږلو پوښتنو ځوابونه وو، چې بيا د مخامخ مرکې رنګ ورکړل شوی او همغسې ترتيب شوې ده. د حکمتيار د ظهور او بروز اوازو هم سړی فکرمن کاوه، چې هسې چيغې دي او حزب يې شايد پر حکومت د خپلو خبرو منلو له پاره وهي، خو چې حکمتيار راښکاره شو، هک حيران شوم، ما ويل ربه! ستا نازولي پېغمبر خو هسې د استقامت اياتونو ته نه ژړل، هسې خو يې نه ويل، چې «شيبتني هود وأخواتها»، په خپله خاتمه ووېرېدم -الله دې يې له ايمان سره رانصيب کړي-، دلته سوچ دا راولوېد، چې د حزب نور غړي به څه کوي؟ هغوی به څه کوي چې ورونو يې، زامنو يې، خوږو خوږو ملګرو او د زړه ټوټو يې د همدې لاسپوڅي حکومت او يرغلګرو کفارو په مقابل کې وينې تويې کړې؟ د الله او د رسول خبرې ته به غوږ نيسي او که د حکمتيار صيب خبره به نعوذبالله پورته پرې ګڼي او ورپسې به روانېږي؟ اخر ډېرو ثابته کړه چې د الله لپاره يې نه کوله، د حزب او حکمتيار لپاره يې کوله او بيا يې هم همدا لار ونيوه. د طاغوت لار او د شيطان لار، يواځينی سړی چې پر «لا طاعة لمخلوق في معصية الخالق» يې عمل وکړ، کنړ کې جنګېدونکی سپينږيری امان الله دی، چې وروستيو کې پر ډرون بريد هم وکړ، خو الله وساته، الله دې يې له موږ سره تر اخره پر دين ثابت وساتي... خبرې ډېرې دي خو رالنډې به يې کړو، الله ته د ورګرځېدو دروازې تړلې نه دي او الله ته ورګرځېدل سخت نه دي... هم په دې دنيا او هم په هغې دنيا د هغې ورځې انتظار مه کوئ چې له حسرته به خپل اندامونه خورئ او پر ځان او مشرانو به مو بد واياست، د الله کتاب مو مخې ته پروت دی، ډېر سپېڅلی کتاب دی، وخت ورکړئ او عمل پرې وکړئ، سمه لار به دروښيي. د حزب تر ټولو غټ دليل دا و چې دا جګړه بين الافغاني دي، خو زه درته يوازې د حزب د تسليمېدو له ورځې راوروسته لسګونه داسې څه درښودلی شم چې دا په ثبوت رسوي، چې دا جګړه بين الافغاني نه، بلکې د کفر او اسلام جګړه ده.
    وما علينا الا البلاغ.

  • مننه خير خواه صيب! حقيقت مو ليکلی، تا خو خپله غاړه خلاصه کړه، الله دې زمونږ هم ثواب وکړي.