fbpx

طالبانو کندهار کې له اويا یرغمل شوو اربکيانو شل تنه خوشې کړي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱ زمری، ۱۳۹۶):د کندهار ولايت شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې د طالبانو او اربکيانو تر منځ نښتو کې اويا اربکیان نيولي، د دغو اربکيانو له ډلې يې شل تنه خوشې کړي اووه يې وژلي دي.

د کندهار خپلسری امنيه قومندان جنرال عبدالرازق وايي، چې طالبانو د شاه ولي کوټ له درې کليو اويا کسان يرغمل کړي او ادعا يې کړې ده، چې يرغمل شوي کسان ټول ولسي وګړي دي.

د کندهار د بشري حقونو خپلواک کميسيون وايي، د شاه ولي کوټ له مالو، چنار او باغ کليو طالبانو د حکومت اويا پلويان نيولي، چې له تېرو وختونو کې يې د طالبانو پر ضد د حکومت په ملاتړ وسله‌واله مبارزه بوخت وو.

افغان ژورنالېست بلال سروري هم په خپل ټويټر کې ليکلي، چې طالبانو له درې کليو اویا اربکیان له ځان سره يرغمل کړي دي او اووه تنه يې ترې وژلي دي.

د کندهار امنيه قومندانۍ وياند ضيا دراني رسنيو ته ويلي، چې له یرغمل شوو کسانو طالبانو شل تنه خوشې کړي، اووه تنه يې وژلي دي او پاتې نور يې لا هم د طالبانو په ولکه کې دي.

ضياء دراني ويلي، چې د پاتې یرغمل شوو کسانو د خلاصون لپاره يې هڅې پيل کړي دي.

ازادي راډيو د شاه ولي کوټ امنيه قومندانۍ د سرچينو له خولې ليکلي، چې یرغمل شوي کسان سيمه‌ييز اربکيان دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د